کرزی د ناټو یو بې میله ملګری جوړیږی. ناټو بې له دې چي د کرزی د رژیم څخه دفاع وکړي بل رول نلري، چي دا ددوی لپاره یو ناشوني کار جوړیږي. دوی هڅه کوي چي د طالبانو سره جګړه وکړي ترڅو په هیواد کي د کرزي د حکومت نفوذ زیات سي.
ناټو د نړۍ د شاوخوا جګړیزی ټکنالوژی د لرلو سره سره و نه سوای کولای چی طالبان له هیواده بهر کړی. په افغانستان کی د هغوی یوه لسیزه پاتیدنه د ډیری وینی بهیدنی په مانا ده خو لاسته راوړنی نه لری.
په زرګونو هغه افغانان چی په افغانستان کی د امریکا د جګړې به جریان کی وژل سوی دی، د طالبانو په رژیم کی ژوندی وه، او لږ تر لږه یی دومره کول چی خپلو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړی. نن ورځ د هغوی د کورنیو په زرګونو پاته سوی غړی د ماشومانو په ګډون د مرګ او ژوند ترمنځ اوسیږی. او غریبی، بی عدالتی، فساد او تاوتریخوالی هغوی په ناوړه توګه ځوروی.
که څه هم سوله او پخلاینه ښه کار دی، خو د بیرحمۍ، ډله یزی وژنی او وینی بهونی په اړه؟ څوک به ددغه جرمونو بیه ورکړی؟ ایا حساب به موجود وی؟ ایا عدالت به پلی کیږی؟
پر دغه ځای که زه بیرته جیلانی ته راوګرځم، نو په زرګونو نور جیلانیان هم سته چی نسی کولای د خپلو نږدې دوستانو په بې رحمانه ډول وژنی هیری کړی. لکه څنګه چی جیلانی وایی: (هغه چا چی زما د پلار په ګډون په زرګونو زندانیان ووژل یوه کوچنۍ ډله ده چی د افغان دولت واک یی په لاس کی دی. هغوی یو څو کسان دی چی دولتی پوسټونه او منصبونه یی په خپل منځ کی وویشل او خپل واک د ملت په وړاندی کاروی.) ده زیاته کړه: زه غواړم د سولی په پروسه کی دخیلو کسانو ته زموږ توی سوی وینی ورپه یاد کړم. که هغوی دا هیری کړی نو په افغانستان کی به هیڅکله یوه تلپاتې سوله رانسی.
د افغانستان خلک سوله غواړی. خو تر لسو کالونو جګړې وروسته دوی نه سی کولای چی د ځان سره د هیڅ شی د لرلو سره پر شا سی. که چیری ته د یوه عادی افغان څخه د سولی په اړه پوښتنه وکړې، نو دا ځواب به ورڅخه واورې چی سوله زموږ خوښه ده، سوله غواړو خو سوله د عدالت بغیر نسی راتلای.
د افغانستان خلک نور نسی کولای د هغه چا تر واک لاندی ژوند وکړی چی په فساد ککړ او جنګی مجرمین دی. دوی نسی کولای نور په غریبی او ناهیلۍ کی ژوند وکړی، په داسی حال کی چی نور د غلا په پیسو شتمن او غوښن کیږی