۱ - ډېرو افغان حکومتونو په افغانستان کي د ملت جوړوني په اړه کومه ځانګړې او ښکاره ستراتېژي نه درلوده او دې ملي دندي ته يې هغسي چي لازمه وه اوږه نه وه ورکړې . د افغانستان نننی دولت هم نه يوازي دا چي د ملت جوړوني کومه ښکاره ستراتېژي نه لري د ملي هويت په پخولو کي هم پاته راغلی دی .
۲ - د وروستيو درې لسېزو جګړو ملي ارزښتونه تر پښو لاندي او افغاني ټولنه يې د ملي هويت د بحران سره مخ کړې ده ، دافغانستان دولت دي په چټکۍ سره د ملي هويت د پخولو او ملي پيوستون د خوندي کولو لپاره د ملي ښووني او روزني ځانګړې کلتوري او ټولنيز پروګرامونه پلي کړي .
۳ - دا چي ملي ژبه د ملت جوړوني دملاتېر جوړوي نو د افغانستان دولت دي د ملي ژبي د پراختيا او انکشاف د پاره د اوږدې مودې پروګرامونه په کار واچوي .
۴ - د ملت جوړوني اوملي انکشاف دټولو ملي پروګرامونو د ښه تطبيق له پاره دي د افغانستان دولت ژر تر ژره يوه رښتېني سرتاسري او جامع سرشمېرنه ترسره کړي .
د سيميناروينا کوونکو او ګډون کوونکو د افغانستان په جنوب کي جګړې ته هم ګوته ونېول او هغه يې د ملت جوړوني په وړاندي ګواښ وباله :
۵ - دا چي د افغانستان په جنوب کي روانه جګړه د دولت ، ملت او ملي هويت فزيکي جوړښت ورانوي نو د افغانستان دولت دي ژر تر ژره د جګړې د لاملونو د له منځه وړلو او سياسي ثبات دراوستلو په لار کښي بنسټیز ګامونه اوچت کړي .
۶ - د افغانستان په سهېل کي له جګړې سره مخالفت له امريکي سره دښمني نه ده ، افغانان او امريکايان دوستان پاته کېدای شي خو چي دا دوستي دمتقابل احترام پر بنسټونو ولاړه وي .
۷ - افغانستان د پاکستان او هندوستان تر منځ د غير مستقيمي جګړې ډګر ګرځېدلی ، افغانستان مېشت بهرني ځواکونه دي په افغانستان کي د ګاونډيوهيوادونو ، په تېره بيا د پاکستان ، سياسي ، پوځي او کلتوري لاسوهني بندي او افغانستان دي د هغوی د سيالۍ له اغېزه راوباسي .
د سيمينار ګډون کوونکو په پای کي وپتېيله چي :
۸ ـ د افغانستان دولت دي ټول ملي سيمه ايز او نړېوال امکانات په افغانستان کي ديوه ملي حاکميت د خوندي کولو او يوه موټي ملت په جوړولو کي په کار واچوي .