دډسمبر لمړي ورځ چه دايدز نړيواله ورځ ده ديو لړ مراسمو په ترڅ کښي دکندهار دعامي روغتيا درياست او نړيوالي روغتيا موسسې په تخنيکي همکارۍ سره ولمانځل سوه . غونډه دقران عظيم الشان دمبارکو اياتونو دتلاوت نه وروسته دعامي روغتيا
ولي شا طبيب - کندهار
دډسمبر لمړي ورځ چه دايدز نړيواله ورځ ده ديو لړ مراسمو په ترڅ کښي دکندهار دعامي روغتيا درياست او نړيوالي روغتيا موسسې په تخنيکي همکارۍ سره ولمانځل سوه .
غونډه دقران عظيم الشان دمبارکو اياتونو دتلاوت نه وروسته دعامي روغتيا ريس ډاکتر عبدالقيوم پخلا پرانستونکي وينا وکړه ، وروسته دنړيوالي روغتيايي موسسي WHO دشرقي مديتراني دحوزي پیغام دداکتر شاه ولي پوپل لخوا ولوستل سو ، بیا پروفيسور ډاکتر قمرالدين سيفي دکندهار پوهنتون ريس ، ډاکتر عبدالواحد وثيق دکندهار دطب پوهنځي ريس ، ډاکتر واحد واحدي ديونيسف اداري مسول ، ډاکتر عبالجبار دکندهار دطبي ډاکترانو دټولني ريس ، ډاکتر پاينده محمد ارغندابي دطب پوهنځي استاد ،دښووني او روزني ريس او دميرويس روغتون ريسي په وار سره د HIV/AIDS په هکله هر اړخيزه ويناوي وکړي .
په غونډه کښي ددولتي ادارو مسولينو ، ملګروملتو ادارو ، سره صليب ، دښځو ټولني ،داخلي او بهرنۍ موسساتو کارکوونکو او ډاکترانو برخه اخيسته وه .
دغونډي په اخير کښي ازاد بحث ته موقع ورکړه سوه ، او دخبري رسنيو ، او عامه خبرتياوو باندي زيات تاکيد وسو چه دعام ولس اذهان د نوموړي ناروغي په هکله خصوصا دناروغي دمخنيوي په مورد
کښي روښانه سي .