مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-19   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

كندهار: امنيت سم شوى او خلك هم خوښ دي

احمد لودين : كندهار

كندهار چي د هيواد د نورو سيمو په پرتله نارامه بلل كيږي او ددي ولايت په ښار او ځينو ولسواليو كي زياتو امنتي پېښو د زياتو امنتي سرتيرو او ملكي خلكو ژوند اخستى دى خو د تيري يوي مياشتي راهيسي دا ولايت د تيرو شپږو كلنو په پرتله ارم شوى او د پام وړ امنتي پېښه نه لري .
په كندهار ښار كې نژدي هره ورځ څو چاودني كېدي او ډير دولتي چارواكي او ځيني كسان د دولت سره د تړاو په تور وژل شوه خو په دې وروستيو كې د دولت د وسله والو مخالفينو غلچكي بريدونه هم كم شوي دي او د لويو امنتي پېښو څرك هم نسته .
دكندهار ولايت اوسيدونكي هم د روان امنتي حالت څخه خوښ دي او غوښتنه  كوي چي امنتي سرتيري دي د امنيت د همداسي ساتلو دپاره نور هم ويښ اووسي .
دوۍ وايي چي په خپل وطن كي سوله غواړي نه وژنه او نه هم د چا ځورونه .

د كندهار امنتي چارواكي د امنيت د ښه والي لوى لامل د افغان سرتيرو سره د خلكو همكاري او د دوي تر منځ د لازمي همږغي راوستل بولي .
د كندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي بينوا ته وويل  چي دا مهال خلكو خپله همكاري ورسره چټكه كړي او د افغان امنتي سرتيرو تر منځ همږغي هم هغه څه ده چي د امنيت په ښه والي كې يي مثبت رول لوبولى دى

د امنيت امر وويل چي د كندهار ښار او ولسواليو په شكمنو سيمو كې يي عمليات هم تر سره كړي او په ځينو سيمو كي لا روان دي څو د دولت د وسله والو مخالفينو پټن ځايونه هم له منځه يوسي .
كندهار چي د هيواد مهم ولايت دى  او د طالبانو په واكمني كې د هغوى مركز وو وسله وال طالبان له همدي ولايت څخه خوځيدلي او بيا يې د افغانستان ډيري سيمي تر خپلي ولكي لاندي كړي نو اوس هم  كندهار  نړيوالو او خپله وسله والو طالبانو ته  زيات اهميت لري ، شنونكي وايي چي دواړي  ډلي خپله بريا په همدي ولايت كي ويني نو ځكه يې د هيواد د نورو سيمو په پرتله كندهار د جګړي مركز ګرځولى دى .
په دې ولايت كې درنو خونړيو چاودنو ، غلچكي بريدونو ، د ايساف ړندو بمباريو او خپل سرو عملياتو كندهاريان سخت ځورولي دي او د زيات شمير كسانو تر څنګ ددي ولايت مخور  او ملي شخصيتونه هم د رواني جګړي قرباني سوي دي .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery