دتېر په څېر پرون يو ځل بيا په ناروې کې يو شمېر مېشتو فرهنګيانو او د پښتو ادب مينه والو يوه لويه ادبي غونډه او مشاعره وکړه ٠ د افغان ادبي ناستې ځوان او خوژبي وياند ښاغلي زهير پکتين پر بسم الله غونډه پرانيسته او راغلو مېلمنو ته يې تر هرکلي او ښه راغلاست وروسته د غونډې سمبالوونکي ښاغلي اټک يوسفزي ته بلنه ورکړه چې درېځ ته راشي او په غونډه کې نوي يوځای شوي مېلمنو او ګډونوالو ته د ادبي ناستې پر اهدافو او تګلارې رڼا واچوي ، ښاغلي اټک وويل : ډېر د خوشالۍ ځای دی چې د ادبي ناستې د غړيو، مينه والو او ګډونوالو شمېر هره ورځ ډېريږي او زموږ د مشرانو تر څنګ دا دی د ځوانانو بهير هم رامات دی او د نيکه مرغه زموږ درنې شاعرانې خويندې هم زموږ سره ګډون لري د اټک تر وينا وروسته د اغلې درنې خور نورسراج ساپۍ پر ښکلي کلام مشاعره پيل شوه چې بيا په نوبت سره دغو ښاغليو خپل خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول : ډاکتر پايز ، ډګروال حاجي محمد اسحاق امانزي ، ريدي ګل ساپي ، شمشيرخان، احمد جان پايز، انيسه رحيمي ژواک، اټک يوسفزي،ميرزاخان احمدزي ، زهير پکتين، پسرلي ژواک ، ضياالحق انسان ، زبير خروټي او يو شمېر نورو٠
تر مشاعرې وروسته د انګلستان د (University of Sussex) پوهنتون نه راغلې مېلمنې اغلې DR CERI OEPPEN افغانانو سره د خپلې مينې او همدا ډول په ناروې کې د(PRIO) دفتر په ملتيا پر بېلابېلو افغا نانو د خپلې څېړنې په هکله وغږېده تر اغلې CERI د غونډې کوربه ښاغلی امانزی دريځ ته ور وغوښتل شو ، ښاغلي امانزي هم له ټولو درنو ګډونوالو نه د زړه له تله مننه وکړه چې غونډه يې پخپل راتګ لا درنه او رنګينه کړه ٠ د ادبي ناستې وروستی ويناوال د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد ښاغلی دين محمد کارواني و چې د غونډې د څرنګوالي او ارزونې تر څنګ يې د ادبي ناستې د غړو دا نېکې او ارزښتناکې غونډې يې وستايلې او پر دوام يې ټينګار وکړ٠ پاتې دې نه وي دغه نوموړې غونډه چې د ماځيګر پر څلور بجو پيل شوې وه د ماسخوتن پر اتو بجو د ډوډۍ تر خوړو وروسته پای ته ورسېده ٠ ياده دې وي چې راتلونکې غونډه به هم په همدې هال کې انشاالله وي چې البته نېټه به يې وروسته درنو مينه والو ته د خبرتياوو له خوا اعلان شي٠