مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-01-21   مخپرونکئ : ۵۲ بېنوا ـ پیښور

پېښورکې دامريکا اوپاکستان پر ضد ستره مظاهره وشوه

ننداره
دباجوړ ايجنسۍ وروستۍ خونړۍ پېښه چې کم نه کم اتلس تنه ځايي قبايل او څلور تنه بهرنيان پکې ووژل شول ، دجمعې په ورځ پېښور کې د زرګونو مظاهره چيانو له خوا وغندل شوه -مظاهره د ملايانو د ګډ سازمان متحده مجلس عمل له خوا ترتيب شوې وه

له پېښوره د نندارې راپور:

دباجوړ ايجنسۍ وروستۍ خونړۍ پېښه چې کم نه کم اتلس تنه ځايي قبايل او څلور تنه بهرنيان پکې ووژل شول ، دجمعې په ورځ پېښور کې د زرګونو مظاهره چيانو له خوا وغندل شوه -مظاهره د ملايانو د ګډ سازمان متحده مجلس عمل له خوا ترتيب شوې وه خو يو شمير نورو ګوندونو هم ددوى ملاتړ کاوه -په دغو ګوندونو کې نيشنل پارټي ،مسلم ليګ او د پيپلز ګوند هم شامل وو-

مظاهره دپېښور د دوو ځايونو مهابت خان جومات او مدني جومات نمک منډۍ نه پيل شوه او د کيسه خوانۍ په څلور لاري کې رايوځاى شوه -پارېدلو مظاهره چيانو د امريکا د متحده ايالاتو د اولس مشر جارج بش ګوډاګي ته اور واچولو ، ددغه هيواد بيرغ يې وسوزولواو [ دامريکا سره چې يار دى -غدار دى غدار دى ]شعارونه يې ورکړل -

مظاهرې ته دمتحده مجلس عمل يو چارواکي مولانا دوست محمد دوينا پر مهال په باجوړ ايجنسۍ کې د امريکا له خوا تر سره شوي عمليات وغندل او د پاکستان ددولت نه يې غوښتنه وکړه چې دنوموړي هيواد سره خپلې ډيپلو ماټيکې اړيکي وشکوي -

وروسته مظاهره چيان دلاريون په شکل کې دامريکي د قو نصلګرۍ مخې ته لاړل او هلته يې هم دامريکا مرده باد او اسلام زنده باد شعارونه ورکړل -دوى خپل احتجاج ليک دقونصلګرۍ چارواکو ته وسپارلو -

ديوشمير خلکو په وينا پېښور کې د جمعې د ورځې په مظاهره کې نزدې اتو زرو خلکو ګډون کړى و -دپېښور د مظاهرې تر څنګ دجمعې په ورځ د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې مظاهرې وشوې -

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery