مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جرمني : د افغان سېنما تياتر کلنيزه غونډه وشوه

فريد الله ساپی
 نن د شنبې ورځ د اپرېل د مياشتي اوومه نېټه د ماښام شپږ بجې د افغان سېنما تياتر مرکز خپله کلنيزه غونډه په داسي حال کي چي ډېرو درنو شاعرانو ، ليکوالو د جرمني د بېلابېلو ښارونو ګاونډي هيوادونو ( هالنډ او بلجيم څخه ) مينه والو ګډون کړی و ، د جرمني په لېور کوزن ښار کي ونمانځله .

 

نن د شنبې ورځ د اپرېل د مياشتي اوومه نېټه د ماښام شپږ بجې  د افغان سېنما تياتر مرکز خپله کلنيزه غونډه په داسي حال کي چي ډېرو درنو شاعرانو ، ليکوالو  د جرمني د بېلابېلو ښارونو ګاونډي هيوادونو ( هالنډ او بلجيم څخه ) مينه والو ګډون کړی و ، د جرمني په لېور کوزن ښار کي ونمانځله .

د غونډي په لومړۍ برخه کي د ګران هيواد نامتو ليکوال او شاعر ډاکټر کبير ستوري په وير دعا ، دهغه په ټولنيز او سياسي شخصيت او انسانی عواطفو خبري وشوې او د هغه دشعرونو د مجموعې څخه يو څو شعرونه د بېلګي په توګه ولوستل شول . وروسته بيا د نوموړی مرکز مطبوعاتي مسول دغونډي اجنډا ګډون کوونکو ته واوروله او بر هغې هر اړخيزي خبري وشوې .

بيا د افغان سېنما تياتر مرکز ريس افغان فلم جوړونکي او د اريانا نړيوال تلويزيوني چينل ريس ښاغلی واحد نظري د مرکز د جوړېدو څخه تر اوسه  د ټولني د کارونو په اړه د غونډي برخه والو ته ګزارش وړاندي کړ .  همدغه ډول پر مالي چارو او تشکيلاتي برخو هراړخيزي خبري وشوې او په دې هکله په راتلونکي کي نوې دندي ورپه ګوته شوې . همدا ډول د افغان سېنما تياتر مرکز د غړيتوب جوړ شوي کارتونه د نوموړي مرکز  دمشرتابه او درنو مشرانو هر يو واحد نظري ، زرين انځور ، محمداجان يار ، عاشق الله غريب ، محمدامين باوري ، مطيع الله روفي ډاکټر صاحب ظاهر حاذق ، همايون عاطفي ، انجنير فريدالله ساپي او نجيب شفقيار له خوا په خاصو مراسمو کي غړو ته ورکړل شول . د غونډي په پای کي د نومړي مرکز له خوا په ترتېب شوې مېلمستيا کي ګډون کوونکو د ماښام ډوډۍ وخوړله . د غونډي مراسم د ماخستن د لسو بجو شاوخوا پای ته ورسېده .

 انجنير فريد الله ساپی

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery