مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-09   مخپرونکئ : خليل الله سروري

په کندهار کښي د انارګل دوديزه مشاعره جوړه سوه

خليل الله سروري / کندهار
     غونډه دسهار پر  ٩:٣٠ بجو دقيقو پيل سوه . په دې غونډه کښي دکابل ، هلمند ، غزني ،پکتيا ، ميدان ،زابل ولايتونو څخه ليکوالو او شاعرانو او د دوي تر څنګ د کندهار ښار مخورو،فرهنګيانو  فرهنګپالو، دکندهار پوهنتون محصليونو  او دښوونځيو زده کوونکو  ګډون کړى وو.

خليل الله سروري / کندهار

  يکشنبه د ١٣٨٥ لمريز کال د غوايي د مياشتي ١٧ چي د روان ميلادي کال دمى دمياشتي د ٧ نيټې سره سمون لري په کندهار کښي دکندهار د اطلاعات ،کلتور او ګرځندوي رياست له خوا د انارګل دوديزه مشاعره دکندهار په منډيګک ماڼۍ کښي جوړه سوه.

     غونډه دسهار پر  ٩:٣٠ بجو دقيقو پيل سوه . په دې غونډه کښي دکابل ، هلمند ، غزني ،پکتيا ، ميدان ،زابل ولايتونو څخه ليکوالو او شاعرانو او د دوي تر څنګ د کندهار ښار مخورو،فرهنګيانو  فرهنګپالو، دکندهار پوهنتون محصليونو  او دښوونځيو زده کوونکو  ګډون کړى وو.

     غونډه د قرآن کريم دڅو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه ، وروسته دکندهار ولايت د اطلاعات ،کلتور او ګرځندوى رياست رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي پرانستونکې وينا واورل او ميلمنو ته يې ښه راغلى ووايه ورپسي دهېواد د جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزى پيغام دکندهار والي ښاغلي اسدالله خالد له خوا وويل سو وروسته په وار سره دپکتيا ،هلمند ، غزني ،زابل ولايتونو د واليانو ، دکندهار د اطلاعات کلتور رياست ، علامه رشاد اکاډيمي ، دکندهار پوهنتون ، دکندهار دښووني او روزني رياست ، داحمدشاه بابا علمي او کلتوري مرکزاو نورو کلتوري ټولنو پيغامونه واورول سوه.

دغونډي دوهمه برخه چي مشاعرې او مقالو ته ځانګړې سوې وه ، په پيل کښي دزرغونې انا دلېسې د ترانې دګروپ له خوا يو ترانه وويل سوه ورپسې ډاکټر عبدالرازق پالوال ، ډاکټر طارق رشاد ، عبدالقديم پتيال ، محمد ابراهيم خاني خېل ،نجيب الله معنوي او نورو ليکوالو خپلې مقالې واورولې ، وروسته د مشاعره لومړۍبرخه پيل سوه چي دانارګل په اړه شاعرانو خپل شعرونه واورل  دغرمي د ډوډۍ  او لمانځه  د ادايني له پاره په غونډه کي وقفه راغله .

د ډوډۍ خوړلو او لمانځه د ادايني وروسته  د غونډي دريمه برخه پيل سوه چي موسقي او تمثيلي پارچو ته ځانګړې سوې وه ، دکندهار د راډيو تلويزيون دموسقي ګروپ غونډه نوره هم زړه پوري کړه وروسته دکندهار نندارى له خوا يوه تمثيلي پارچه وړاندي سوه ، ورپسې مشاعره بيا پيل سوه او دماښام تر ٧:٣٠ پوري يې دوام وکړ او ديوې دوعايې په ويلو سره پاى ته ورسيده.

ددې غونډي انځورونه به څو ساعته وروسته پر ليکه سي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery