مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان په دريم مقام كي

خليل الله سروري - کندهار
اصلي عکس نه لروهر کال دترکي د استانبول په ښار کي د ژوندانه دچاپيريال    تر سرليک لاندي يو معلوماتي سيالي تر سره کيږي. په دغه سيالي کي د نړۍ زيات شمېر هېوادونه گډون کوي . سږ کال د نورو کلونو په څير د ١٤ څوارلسم ځل له پاره  د روان ميلادي کال  د جون په مياشت کي دا سيالي ترسره سوه ، چي

INEOP)   2006 International Environmental Project Olympiad )

                           خليل الله سروري - کندهار

هر کال دترکيې د استانبول په ښار کي د ژوندانه دچاپي يال تر سرليک لاندي يو معلوماتي سيالي تر سره کيږي. په دغه سيالي کي د نړۍ زيات شمېر هېوادونه گډون کوي . سږ کال د نورو کلونو په څير د ١٤ څوارلسم ځل له پاره  د روان ميلادي کال  د جون په مياشت کي دا سيالي ترسره سوه ، چي دافغانستان په شمول ٣٠ هيوادو گډون په کي کړي و.

دغه سيالي د٢٠٠٦ ميلادي کال دجون د مياشتي  پر څلورمه نېټه چي د ژوندانه  دچاپيريال ورځ ده ، دترکيې د استانبول په ښار کي د ١٤ ځل له پاره پيل سوه او څلور ورځي يې دوام وکړ . په دغه سيالي كي نه يوازي دترکي ښوونځيو زده کوونکي بلکي دنړۍ دهر گوټ څخه هره ښوونځى کولاي سي چي په دې سيالي کي گډون وکړي ، چي سږ کال په دې سيالي کي دنړۍ له گوټ _ گوټ څخه ١٥٠تنو زده کوونکو گډون کړي وو.

په دغه سيالي کي چي سږ کال د افغانستان په شم ول ٣٠ هېودانو گډون پكښې کړي وو ، ٧٥ پروژې تهيه سوې وې ، په دې سيالي كي دنړۍ دهر براعظم څخه هېوادونو گډون کړي وو ، چي د اسيا څخه افغانستان ، ازبکستان ، قزاکستان ، عراق او  کوريا هېوادونو گډون کړي وو .

لکه څنګه چي مو مخکي وويل چي دغه سيالې څلور ورځي دوام وکړ چي لومړى ورځ يې دسيالي د پرانستلو ورځ وه ،     دوهمه او دريمه ورځ سيالې تر سره سوې  او څلورمه ورځ دنتايجو د اعلان ورځ وه  ، چي په نتجه کي کوريا د ١١ پروژو په درلودلو سره لومړى مقام ، قزاکستان د ٨ پروژو په درلودلو سره دوهم مقام او افغانستان د ٢ پروژو په درلودلو سره دريم مقام تر لاسه کړ .

دې سيالۍ ته د افغانستان په استازيتوب په كندهارکي  دشاه حسين هوتك افغان ترك ليسې څخه ويس الدين  ابراهيمي او شاه مسعود ارغنداوي ګډون كړي وو چي دريم مقام يې تر لاسه كړ.

 

 

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery