مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتو عالمي سېمينار د ايوارډ کمېټۍ غونډه وشوه

عادل اڅکزئ - چمن
تېره ورځ د جولاي  دمياشتي پر ۲۹ مه نېټه د سهېلي پښتونخوا په مرکز کويټه کي د پښتو ادبي غورځنګ په دفتر کي پرځايي وخت د غرمې په دوولس نيمو بجو د عالمي سېمينار د ايوارډ

عادل اڅکزئ - چمن

تېره ورځ د جولاي  دمياشتي پر ۲۹ مه نېټه د سهېلي پښتونخوا په مرکز کويټه کي د پښتو ادبي غورځنګ په دفتر کي پرځايي وخت د غرمې په دوولس نيمو بجو د عالمي سېمينار د ايوارډ کمېټۍارزښتناکه غونډه پېل سوه ،چي ورپکي د ايوارډ کم ېټۍ لاندنيو غړو برخه په کي درلودله:
۱ عمرګل عسکر
۲ ډاکټر لياقت تابان 
۳ عصمت الله زهير 
۴ ډاکټر عبدالرؤف رفيقي
۵ محمد صادق ژړک
۶ عادل اڅکزئ
۷ عبدالستار راهياب

 د نوموړي غونډي د ويندويی چاري ډاکټر لياقت تابان پر مخ بېولې ،پېل عبدالستار راهياب د قران پاک په مبارکو اياتونو سره وکړ ، ددې  غونډي  د مشرتابۀ د دنده ( عمرګل عسکر ) ته وسپارل سوه ،  له دې څخه وروسته محمد صادق ژړک د کمېټۍ غړو ته د ايوارډ ورکولو دپاره د پښتو ادب  ۱۷ صنفونو نومونه  په ليکلي ډول وړاندي کړ ، چي لاندي يې درته ذکر کوم،
۱  نظم    ۲لنډه کيسه   ۳ناول    ۴ډرام ه   ۵ تارېخ ليکنه    ۶  کره کتنه  ۷تذ کيره ليکنه  ۸ ورځ پاڼه  ۹  اذاد نظم  ۰  ژباړه   ۱۱سندر غاړی   ۱۲مجله   ۱۳ غزل   ۱۴ راډيويي خدمت   ۱۵ خطاطي  ۱۶ ټيلويزني خدمت   ۱۷ انځورګري  .
ژړک چي کله د وړاندي صنفونو نومونه واؤرول ، دا يې هم ورسره زياته کړه چي تاسو کولای سئ چي نور هغه صنفونه باندي ور زيات کړی کوم ضروري صنفونه چي له ما څخه پاته سوي وؤ .
وروسته له دې لومړئ عبدالرؤف رفيقي پخپل وار سره وويل ، چي په وړاندي نومونو کي د څېړني ذکر نه وسو ، بايد د څېړني صنف ورزيات کړل سي ، د رفيقي دا تجويز ټولو غړو بې له کوم اختلافه ورسره ومنۍ  ۱۸ څ ېړنه   ،   ورسره اضافه سول ، له دې څخه وروسته عادل اڅکزي د غونډي له مشر څخه د اجازې غوښتلو پس د  خپل تجويز په ترڅ کي وويل ، زما په اند وړاندي ذکر سوي صنفونه ټول د قدر وړ دي ، هر چا چي په کوم صنف کي د کيفيت ه مخي ښه کار کړی وي ، په همدې خاطر د  ايوارډ حقداه بايد همهغه شخصيت او اداره وبلل سي ، دا يې هم ورسره زياته کړل په وړاندي نومونو کي د يوه نوم ذکر نه سو  وه ، لکه ( پښتو وېب پاڼه ) ، لکه څرنګه چي تاسو ته معلومه ده چي اوس د الېکټرونيکس يا برقي مېډيا درور ته موږ وتلي يو ، د ښه مرغه د تيرو دوؤ کالو رائيسې د انټر نېټ پر نړيوال جال پښتو وېب پاڼو هم خپل ځای جوړکړی دی ، بايد په وړاندو نومونو او صنفونو کي د  ايوارډ په ورکېدا کي پښتو وېب پاڼه ور اضافه سي ،    ټولو غړو دې تجويز ته هم په مثبت نظر وکتل ،۱۹ پښتو وېب پاڼه ،    ورسره اضافه سول ،  دريم تجويز د ډاکټر لياقت تابان وؤ ، نوموړي د خپل تجويز په ترڅ کي د ( فلم  ) د  ور اضافه کېدا غوښتنه وکړه ،د ډاکټر تابان له دې تجويز سره بعضو غړو اختلاف وښود ، بالا خېره دا تجويز رايي ته وسپارل سو ، چي په اکثريت د رايو په وړولو سره دا تجويز تايېد سو   ۲۰ فلم  ،  ورسره اضافه سو ، بايد ووايم چي په هر صنف کي د معيار خاطر په پام کي نيول سوی دی ، مانا په هر صنف کي يؤ ، يؤ  شخص د ايوارډ دپاره په د قيق ډول وټاکل سول ودې غونډي تقريبا څلور نيم ساعته ادامه درلودله .
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery