مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : ۵۲ بېنوا ـ پیښور

پېښورکې دافغانستان دخپلواکۍ جشن

ننداره
دپاکستان د پښتون خوا ايالت دپېښور ښار دکانټی نینټل هوټل داسد داته ویشتمې په م اښام دخپلواکۍ دجشن شاهد و ،دهيواددخپلواکۍ اوه اتیایم جشن په پرتمینو مراسمو سره په داسې حال کې پېښور کې ونم انځل شو چې افغان کارپوهانو، ډیپلوماټانو

ننداره  : له پېښوره
دپاکستان د پښتون خوا ايا ت دپېښور ښار دکانټی نینټل هوټل داسد داته ویشتمې په ماښام دخپلواکۍ دجشن شاهد و ،دهيواددخپلواکۍ اوه اتیایم جشن په پرتمینو مراسمو سره په داسې حال کې پېښور کې ونمانځل شو چې افغان کارپوهانو، ډیپلوماټانو ، ځايي چارواکو ،هنرمندانو اودښونځیو ماشومانو هم پکې ګډون کړی و ـ ؛ګڼ شمیر مېرمنې هم په جشن کې په رنګ رنګ کالیو کې لیدل کېدې ـ غونډه دوو نجونو تمنا او نجیبه فیض ( پېژندل شوې افغانانه ممثله ) پر مخ وړله  ـ دغونډې پرانیستونکې وینا دافغان جنرال قونصل حاجي عبدالخالق فراهي وه نوموړي ددې ورځې په تاریخي اهمیت مفصله رڼا واچوله -نوموړي وويل :
افغانستان اوس له آزمونونو راوتلی ، یو پرمخ تللی هیواددی ،دبون له پرېکړې تر دې ګړۍ یې د پرمخ تګ ډېر پړاوونه لیدلي دي ،ا وهغه ورځ لرې نه ده چې دسیالو هیوادونو سره به په یوه لیکه کې ودرېږي ـ
غونډې ته د پښتون خوا دايالت یو وزیر کاشف اعظم دوینا پرمهال وویل چې افغانستان اوپاکستان اړدي چې دیوبل سره ښې اړیکې وساتي او که غواړي چې دخپلو لیکو کې دننه حالت یې هوسا وي ،پکار ده چې ديوبل لپاره دې زړونه سپین وساتي -
دخپلواکۍ په جشن کې افغان هنرمندانوزرولی افغان ، ممتازولی ،همایون حیرت، مصطفی اوعزت ګل کنسرتونه وړاندې  کړل او دوطن ترانې یې خلکو ته وړاندې کړلې ،دښونځیو نجونو او هلکانو هم ترانې زمزمه کړې .
په لومړي ځل دافغانستان نوی جوړ شوی سرود هم واورول شو چې په احترام یې دجشن ګډون وال ودرېدل ، تردې مخکې به په فارسي ژبه د مجاهدینو د وخت جوړ شوی سرود خلکو ته اورول کېدو ـ

Da khpalwakay Jashn 027.jpg
farahy.jpg
Ghazi Amanullah khan.jpg
Mermany2.jpg
Mermany3.jpg
Mermany4.jpg
Najiba faiz.jpg
najiba+zar wali.jpg
qunsal da khalko sara.jpg
zarwali afghan.jpg
Ajmal baba.jpg
Ajmal khattak.jpg
Atan.jpg
Atan chi.jpg
Atanchyan.jpg
Da khpalwakay Jashn 019.jpg
Da khpalwakay Jashn 020.jpg
Da khpalwakay Jashn 021.jpg
Da khpalwakay Jashn 022.jpg
Da khpalwakay Jashn 024.jpg

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery