عبدالولي برهاني / ج
مني
پرون د سپټمبر ديارلسمه نېټه جرمني ته دافغانستان د کونيو
چارو دپخواني وزير د پوځي او سياسي چارو کارپوه او نوميالي څېړونکي ښاغلي علي احمد
جلالي د راتګ په مناسبت د جرمني دهورت په ښار کي دافغانانو يوه غونډه جوړه سوې وه .
ښاغلی علي احمد جلالي د سپټمبر پر
دولسمه نېټه له امرېکې څخه جرمني ته رارسېدلی و چي د کولن بن په هوايي ډګر کي ورته دافغانستان د کلتوري ودي ټو
ني دمشرتابه جرګې ځينو غړو ښه راغلاست ووايه .
دهورت په ياده سوې غونډه کي تر هرڅه ترمخه د افغانستان دپوهنتون
د پخواني استاد ليکوال او څېړونکي او دپکتيا والي استاد حکيم تڼيوال د شهادت له امله ژوره خواشيني څرګنده
سوه ، ښاغلي مبارز څاپي د قرآن عظيم الشان دڅو
مبارکو ايتونو تلاوت وکړ او بيا ټولو په ګډه د
هيد تڼيوال روح ته دعا وکړه .
دافغانستان دکلتوري ودي ټولني په استازيتوب ليکوال او کره
کتونکي ښاغلي زرين انځور ښاغلي جلالي ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې ترې وکړه چي د ټولني په بلنه يې په خيبر کي
دافغانانو د تاريخي بري ددرې سوه پنځه دېرشمي کليزي جشن ته تشريف راوړﺉ دﺉ .
ورپسې ښاغلي
علي احمدجلالي دافغانستان پر اوسنيو حالاتو په لنډيز سره رڼا واچلوله او دغونډي د برخه والو بېلابېلو پوښتنو
ته يې ځواب ووايه . نوموړې غونډه چي د ماځيګر پنځو بجو پيل شوې وه د شپې تر لسو بجو پوري يې دوام وکړ .
ښاغلی علي
احمد جلالي نن د سپټمبر پر څوارلسمه نېټه دهالند د اوتريخت په ښار کي د افغانانو په يوه غونډه کي ګډون وکړ او له هغوی سره يې دافغانستان د حالاتو په باب خبري اتري وکړې .
جرمني ته
دښاغلي علي احمدجلالي په مناسبت د افغانستان د کلتوري ودي ټولني له خوا دجوړي سوي غونډي انځوريز البم له دې ځايه وګورﺉ