د هيواد پياوړی، تکړه او منلی ليکوال او څېړونکی ، خدای بخښلی محمد ولي مندوزی چي د ٢٠٠٤ کال د اګست د مياشتي پر ٢١مه نېټه د هالنډ د دين هاګ په ښار کي په حق رسيدلی و ، جنازه يې نن سهار د نوموړي ښار په اوکن بورخ Ockenburch نومي هديره کي خاورو ته وسپال شوه .
د خدای بخښلي د جنازې په مراسمو کښي د هالنډ ، جرمني ، بلجيم او ځينو نورو اروپايي هيوادونو څخه راغليو په سلګونو مشرانو ، ليکوالو ، د کلتوري ټولنو استازو او همدا ډول د خدای بخښلي ملګرو او د کورنۍ غړو ونډه اخستې وه . د خدای بخښلي مندوزي جنازه پرون ٢٦_اګست _ ٢٠٠٤ د سهار پر ١١ بجې خاورو ته وسپارل شو . ( روح دي يې ښاد وي )
دقرآن عظيم الشان تر څو ايتونو او دعا وروسته د قبر سرته ټولو راغليو کسانو ته د ښاغلي عبدالروف خپلواک له خوا د خدای بخښلي مندوزي د ژوند په اړه لنډي خبري وشوې . وروسته تر دعا کولو ټوله ګډون کوونکي د فاتحې د مسجد پر لور رهي شوه ، چيري چي تر فاتحې وروسته د خيرات ترتيب هم شوی و .
د خدای بخښلي سرمحقق مندوزي پوره ژوند ليک به دده مرحوم د چاپ شويو اثارو، علمي اوفرهنګي خدمتونو له په اړه له مالوماتو سره يوځای ډير ژر په بېنوا ويبپاڼه کي ولوستلای شئ .