مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-10-18   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

دارواښاد استاد نوميالي جنازه خاوروته وسپارله سوه

خليل الله سروري/ کندهار

پرون سې شنبه د۱۳۸۵ کال د تلي ۲۵ مه غرمه ۱۱ نيمي بجې د كانديد اكاډمېسن استاد محمدانور نوميالي جنازه له كابل څخه كندهار ته راورسېده.

استاد نوميالى د تلي د مياشتي پر ۱۲مه له هيواد بهر د اروپا په ډنمارك هيواد كي د و پېښي ناروغۍ له كبله په حق رسېدلى وو، چي جنازه په داسي حال كي كندهار ته داخل شوه چي له ښاره د خپلواكو فرهنګي ټولنو استازي، د اطلاعات او كلتور رياست چارواكي او د استاد د كورنۍ غړي مخي ته ور وتلي وه.

د استاد نوميالي جنازه د لسګونو كسانو په بدرګه د كندهار پوهنتون ته څرمه د علامه رشاد بابا (رح) زيارت ته يووړل شوه. وروسته د استاد نوميالي مړيني ته ځانګړې شوې جريده (روهي بهير) د جنازې پر ګډونوالو ووېشل شوه، چي د استاد نوميالي په اړه د بېلا بېلو ليكوالو ليكني او د خواشنۍ پيغامونه پكښي چاپ شوي وه، دا خپرونه په كندهار كي مېشت روهي ادبي بهير له خوا د استاد نوميالي د مړيني په خاطر چاپ شوې وه.

د استاد نوميالي د جنازې مراسمو ته له كابل څخه د علومو اكاډمۍ په استازيتوب پوهاند عبدالهادي هاند، د كندهار ولايت مرستيال ډاكټر همايون، د اطلاعات او كتلور رئيس عبدالمجيد بابى، د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي، د علامه رشاد اكاډمۍ مشر انجينر شيرشاه رشاد، ډاكټر طارق رشاد او د ځينو نورو دولتي ادارو مشران، د خپلواكو ادبي ټولنو غړي او د استاد نوميالي ارادتمندان راغلي وه. چي د جنازې تر لمانځه ادا كولو وروسته يې مړى د غرمې پر ۱ بجه خاورو ته وسپارل شو. او د درناوي په دود يې پر قبر د ګلونو ګېډۍ  كښېښودل شوې.

د مراسمو دوهمه برخه غونډي ته ځانګړې شوې وه چي په پيل كي د كندهار د اطلاعات او كتلور رئيس عبدالمجيد بابي پرانيستونكې وينا وكړه، ډاكټر طارق رشاد د استاد نوميالي ژوند ليك ولوست، د ولايت مرستيال ډاكټر همايون د ولسمشر كرزي پيغام ولوست، د ع ومو اكاډمۍ پيغام د پوهاند هاند له خوا ولوستل شو، د كندهار د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي وينا وكړه.

په پاى كي د يو شمېر پيغامونو تر ويلو وروسته د استاد نوميالي د كورنۍ په استازيتوب د هغه زوم ډاكټر شيرحسن حسن خبري وكړې، نوموړي د استاد په جنازه كي له ګډونوالو څخه مننه وكړه، چي تر هغه وروسته غونډه د درو بجو په شاوخوا كي د استاد اروا ته د خوښۍ د دعا په ويلو پاى ته ورسېده.

 

د عکسونو ليدلو د پاره داځای کښېکاږﺉ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery