مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-09-04   مخپرونکئ : عبدالله احسان

ډاکتر انوارلحق احدي او د کندهار غونډه

خپرنيزه څانګه

ښاغلی انوارالحق احدي کندهار

ګزارشګر : حکمت الله څرك  / کندهار

 

 

په كندهار كي د افغان ملت ګوند له خوا

د كرزي د كانديداتورۍ  ملاتړ غونډه جوړه شوه

 

 

 

 

د روان كال د وږى پر ١٢ مه د  افغان ملت ګوند له خوا د حامد كرزى د كانديداتورۍ د ملاتړ غونډه  د نوموړى ګوند د مشر پروفيسر ډاکتر انورالحق احدي په مشرۍ او د سل ګونو ګوندي غړو، سپين ږيرو او ازادو خلګو په ګډون د كندهار ښار په خوشبخت سالون كي جوړه شوه.

 

دا غونډه تر غرمي وروسته پر٣ بجې  د قران شريف د څو سپيڅلو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه په پيل كي په كندهار كي د ګوند د ولايتي شورا غړى او د كندهار د ګمرك رئيس حاجي عزيزالله اسحاقي د پيل وينا وكړه، په هيواد كي پر شته ستونزو، د هغو پر لاملونو او د اواري پر لارو چارو يې وږغيد.

 

ورپسي د نوموړى ګوند مشر ښاغلى ډاكتر احدي د تودو چكچكو په بدرګه د دريځ مخي ته وبلل شو ښاغلى احدي په پيل كي وويل:

 

زه ستاسو د تاوده هركلي او احساساتو څرګندولو لپاره د مننى ټكى نه لرم خو بس وايم چي تشكر،نوموړی  لومړى د ملتونو د سياسى تكامل پر بهير وږغيد او ويې وويل:

 

ملتونه د خپل سياسي تكامل په ترڅ كي له درو مرحلو څخه تيريږى چي لومړۍ يې د دولت جوړولو دويمه د ملت جوړولو او دريمه يې هم د ديموكراسۍ مرحله ده، ده د همدغو درو پړاوونو په اړه اوږدې خبري وكړى، بيا د افغان ملت ګوند پر تاريخ او ارزښت وږغيده او په پاي كي يې د خپل ګوند له خوا د ښاغلى كرزى د كانديداتورۍ د ملاتړ اعلان وكړ.

 

ده د خپلو خبرو په ترڅ كي د كرزى د حكومت مثبتو او منفي اړخونو ته اشاره وكړه او مثبت اړخونه يې فوق العاده ځواكمن وبلل، ده همدارنګه د كرزي حكومت په افغانستان كي يو انقلاب وباله او د دې انقلاب د تكميل لپاره يې د كرزى بيا ټاكنه اړينه وبلله، ده وويل:

 

زه ډير ګمان كوم چي كرزى صاحب وړونكى دى، خو ښه خبره به دا وي چي موږ دي په ښه لوره اكثريت سره بريالي كړو، په لوى اكثريت د برياليتوب ګټه دا ده چي دي بيا كولاى شي چي پخپله اداره كي لوى تصميمونه ونيسى، ده همدارنګه د نورو ګوندونو په اړه پرته له دې چي نوم يې ياد كړي نظر وښود او ويې وويل:

 

موږ كوښښ كوو چي د ګوندو تعداد لږ شى او درو څلورو ته را ورسيږي او نورګوندونه چي دي ماته يې هيڅ واضحه تګلاره او پلان نه مالوميږى.

 

په ده پسي قومي مشر او د كرنى پخواني وزير عزيز الله ( واصفي ) په كندهار  كي د نوموړي ګوند د ښځو د جرګي مشرې عاليې، په زابل كي د ګوند ولايتى جرګي منشى سيدا جان ( غمخور) ،په هلمند كي د ولايتي جرګي په استازيتوب امان الله ( سعادت )، د كندهار پوهنتون رئيس حيات الله ( رفيقي ) او يو سپين ږيري سيد ظاهر اغا ويناوى واورولې، د غونډي په وروستيو كي ځينو مشرانو او تجارانو ښاغلى احدي صاحب ته پګړۍ ور پر سر كړه او نوري ډالۍ يې ورته وړاندى كړې، غونډه د ماځيګر په پنځه نيمو بجو د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيده.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery