مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-31   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

کله کله يوه ګناه تر عبادت هم غوره وي .

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۵۴) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :   عبيد الله  له هرات څخه .


د بينوا پاڼي کارکونکو او مولانا أبوالفضل صاحب ته سلامونه احترامات وړاندي کوم .
ځما پو ښتنه په دې ډول ده  چي ايا دا کيداۍ سي چي يو معصيت او ګناه دي تر طاعت او عبادت بهتره سي  ؟
ستاسو د جواب په هيله  .


الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
هو !  وروه داسي صورت سته چي په هغه کښي ګناه د مسلمان دپاره تر طاعت او عبادت بهتره سي ، هغه ګناه چي په انسان کښي د الله (جل جلاله) د ويري د پيدا کيدو سبب وګرځي او ددې سبب وګرځي چي انسان ددغي ګناه په وجه ځان تر ټولو خلګو خوار او ذليل وګڼي ،او په نتيجه کښي ددې د الله پاک وعبادت او بندګي ته په اخلاص سره متوجه سي نو دغه ډول ګناه تر هغه عبادت او طاعت بهتره ده چي هغه په انسان کښي د عُجَب ، خودبينۍ ، کبر او غرور د پيدا کيدو سبب وګرځي ، او ددې سبب ورته وګرځي چي د خدائ تعالی پر نورو بندګانو باندي خپل ځان لوړ ګڼي  .
په دې باره کښي د شيخ الاسلام ابن حجر هيتمي (رحمه الله تعالی) تصنيف  «الفتاوی الحديثية ص ۳۹۰» وګورۍ . 
 وسئلَ (نفع الله تعالی به ) هل لقول التاج ابن عطآء الله في حکمه : «رب معصية أورثت ذلا واستصغارا خير من طاعة أورثت عزا واستکبارا » اصلٌ من السنة و کيف يطلق خير علی معصية ؟
فأجاب بقوله نعم له أصلٌ من السنة : و هو ما أخرجه أبو الشيخ ابن حبان في «کتاب الثواب» بسنده الی النبي (صلی الله عليه وسلم) أنه قال : قل الله عزوجل لو لا أن الذنوب خيرٌ لعبدي المؤمن من العُجب ما خليتُ بين عبدي المؤمن وبين الذنوب » .
ورواه الديلمي في مسند الفردوس بلفظ : « لولا أن المؤمن يُعجب بعمله لعصم من الذنب حتی لا يهم به ، ولکن الذنب خير له من العجب » . وأخرج ابن ابي الدنيا و قال غريب ، تفرد به من اختلف في توثيقه الحديث القدسي المشهور المذکور في تفسير سورة الشوری من «تفسير البغوي» وفيه  : وان من عبادي المؤمنين لم يسألني الباب من العبادة فأکفه عنه أن لا يدخله عجب فيفسد ذلک » . واذا تأملت أن الخيرية في ذلک نسبية من حيث الثمرات ، والغايات المترتبة علی ذلک لم يبق عندک اشکال في اطلاقها علی المعصية من رعاية ذلک الامر النسبي فتأمله  .

و في الحاوي للفتاوی (ج۱ ص ۳۶۴) :   و ماأخرجه أبو نعيم والحاکم في التاريخ من طريق سلام بن أبي الصهبآء عن ثابت عن أنس ، والديلمي من طريق کثير بن يحيی عن أبيه عن الجريري عن أبي نضرة عن أبي سعيد قالا : قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : «لو لم تکونوا تذنبون لخفت عليکم ما هو أکبر من ذلک العجب العجب » .
دارنګه (مرقات ج۱ ص ۱۳۸) دغه لاندي عبارت وګورۍ  :
ولذا قيل معصية أورثت ذلا واستحقارا خير من طاعة أورثت عُجبا واستکبارا  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery