مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

امام مهدي به مجتهد وي او که مقلد ؟

دارالافتآء أبوالفضل .

فتو ی نمبر(۸۵) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  دلاور خان  .
ځائ  :  کورمه ايجنسي  .

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
محترم مفتی أعظم أبوالفضل صاحب ! ايا دا خبره صحت لري چي امام مهدي به د امام أعظم د مذهب تابعداري کوي او که يا  ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره  ! داخبره غلطه ده چي امام مهدی به دامام صاحب مقلدوي،ملاعلي قاري (رحمه الله) په «المشرب الوردي في مذهب المهدي» کښي داخبره رَد کړېده ، او ويلي يې دي چي امام مهدي به مجتهد مطلق وي او په خپل اجتهاد به عمل کوي  .
دارنګه ده هغه قصه هم رَد کړېده چي په هغې قصې کښي داسي راغلي دي چي حضرت خضر (عليه السلام) له امام أبوحنیفه (رحمه الله) څخه شرعي أحکام زده کړل ، بيا يې د هغو أحکامو تعلیم و امام أبوالقاسم قشيري ته وکړ ، او أبوالقاسم قشيري بيا په هغو أحکامو کښي کتابونه جوړ کړل او بيايې هغه کتابونه په يوه صندوق کښي کيښودل ، بيا يې  دا صندوق و نهر جيحون ته وروغورزوئ او وې ويل چي کله چي عيسی (عليه السلام) راسي نو بيا به دغه کتابونه له دغه جيحون څخه راوباسي او د همدغو کتابو مطابق به فيصلې کوي  .

(کذا في الشامي ج۱ ص ۴۳) .
 
والسلام ومن الله التوفيق  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery