دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر(۸۶) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : مولوي بدرالدين / أفغانستان / بدخشان .
فاضلِ عالي رُتبه ، وعالمِ پر افتخارِ ملتِ ما أفغانستان مولانا معين الدين أبوالفضل صاحب ! بعد از سلام مسنون سوالِ من اينست که وقتیکه حضرت عيسی السلام به زمين نزول فرمايد درآن وقت اورا معرفت شريعت محمدي از کدام طريق حاصل ګردد ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه ! پدې باره کښي متعدد احتمالات علماوو ذکر کړيدي :
اول احتمال دادئ چي دَئ به په اجتهاد سره حکم کوي .
دوهم احتمال دادئ چي د نبي (صلی الله عليه وسلم) په شريعت باندي له پخوا لا وده مبارک ته علم په ذریعه د وَحي حاصل ؤ .
دريم احتمال دادئ چي په اسمان کښي به وده ته علم په شريعت محمدي باندي حاصل سي .
څلرم احتمال دادئ چي قرآنکريم به مطالعه کوي او داسي به په پوهيږي لکه څنګه چي نبي (صلی الله عليه وسلم) باندي پوهيدئ .
پنځم احتمال دادئ چي دَئ به له رسول (صلی الله عليه وسلم) څخه أخذ د شرعي أحکامو کوي ، بيا به دهغه مطابق دده په أمت کښي فيصلې کوي ؛ ځکه چي دَئ په حقيقت کښي خلیفه درسول الله (صلی الله عليه وسلم) دئ .
(کذا في الشامي ج۱ ص ۴۲ ) .
والسلام ومن الله التوفيق .