دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر(۹۰) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبدالفتاح .
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
محترم عاليقدر أبوالفضل صاحب ! دوهمه پوښتنه مي داده چي په کعبه شریفه کښي یعنی په مسجدحرام کي د يوه لمانځه ثواب د څو کالو د ثواب په اندازه دئ ؟
ستاسو دعاګوۍ عبدالفتاح .
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! په مسجد حرام کښي د يوه لمانځه ثواب د يو لک (۱۰۰۰۰۰) لمنځونو د ثواب سره برابر دئ .
لکه چي د حضرت جابر (رضي الله عنه) څخه مرفوعًا روايت سوئ دئ چي : «صلاة في مسجدي أفضل من الف صلاة فيما سواه الا المسجد الحرام ، وصلاة في المسجد الحرام أفضل من مائة الف صلاةٍ فيما سواه (رواه ابن ماجة ج۱ ص ۴۵ ط مصر ) .
وعن عبدالله بن زبير مرفوعًا : «صلاة في مسجدي هذا أفضلٌ من الف صلاة في غيره منَ المساجد الا المسجد الحرام ، وصلاة في المسجد الحرام أفضل من الصلاة في مسجدي هذا بمائة صلاة (رواه أحمد والبزاز ) .
نو لهذا په مسجد حرام کښي يو لمونځ د (۵۵) پنځه پنځوستو کالو (۶) شپږو مياشتو او (۲۰) شلو ورځو د لمنځونو سره برابر دئ .
او پنځه لمنځونه د (۲۷۷) کالو (۹) مياشتو او د (۱۰) ورځو د لمنځو سره برابر دي .
دارنګه په رساله کښي د حسن بصري چي و يو زاهد او عبادت ګذاره شخص ته يې ليکلې وه کوم چي هغه د مکې څخه د وتلو اراده درلوده راغلي دي : «قال صلی الله علیه وسلم منْ صلی في المسجدِ الحرام رکعتین فکأنما صلی في مسجدي الف الف صلاة ، والصلاة فی مسجدي أفضل من الف صلاة فيما سواه منَ البلدان » .
د حسن بصري (رحمه الله) ددغه حديث مطابق نو په مسجد حرام کښي يو لمونځ د مسجد نبوي د لسو لکو د لمنځو برابر دئ ، او د عامو مسجدو د يو ارب لمنځونو سره برابر دئ .
فايده :
په عُرف ، اصطلاح او په عامو محاوراتو کښي له مسجد حرام څخه هغه خاصه ټوټه مراديږي کومه چي مسجد دئ او په هغه کښي په جماعت سره لمونځ ادا کيږي ، ليکن د مسجد حرام اطلاق پر ټول حَرَم باندی هم کيږي ، په قرانکريم کښي هم دغه اخيري معنی مراد ده .
لکه چي امام ماوردي په «کتابُ الجزية» کښي ذکر کړي چي «أن کل موضع ذکر الله فيه المسجد الحرام فالمراد به الحرم ، الا في قوله تعالی :«فول وجهک شطر المسجد الحرام » فانه اراد به الکعبة » .
نو له دې څخه دا خبره معلومه سوه چي دا ممکنه ده چي په ټول حرم شريف کښي ، او د کعبې په هر مسجد او هر مقام کښي دي د يوه لمانځه ثواب د یو لک لمنځو د ثواب سره برابر وي .
والسلام ومن الله التوفیق