مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-20   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دعلمِ وَراثت بیان

دارالافتآء أبوالفضل .

فتو ی نمبر(۹۲)  .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي   :  عبدالفتاح .

 

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته 
ځما سلامونه دي و محترم استاد علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې ټولو کارکونکو ته ورسيږي  ، پوښتنه مي داده چي  داسي خبره مااوريدلې ده چي يو قسم داسي علم سته چي هغه وروسته له دې و انسان ته حاصليږي چي انسان شرعي علم حاصل کړي او په هغه باندي عمل وکړي ، ايا داخبره واقعيت لري ؟  او که يې چيري لري نو بيا داڅه قسم علم دئ ؟ 

 

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .

محترمه دابالکل واقعي خبرده چي یوداسي علم سته چي هغه دیوه مسلمان انسان هلته په برخه کېږي چي دَئ په شرعي علم باندي عمل وکړي ،  ودغه علم ته علمِ وراثت ویل کېږي .
دلیل ددې خبري هغه مبارک حدیث دئ چي مشکوة وغیره يې روایت کړئ دئ چي رسول علیه الصلوة والسلام فرمایلي دي چي هرچاچي عمل وکړ په هغه باندي کوم چي دَئ په هغه باندي عالم سي نو وارث به وګرځوي دَئ الله پاک دعلم دهغه شي چي دَئ په هغه باندي نسواۍعالم کېدلاي .
 علماوو عارفینو ذکرکړيدي چي هرطاعت اوعبادت سبب دیوځانګړي علم ګرځي کوم چي ترهمدغه عبادت پوري خاص دئ ، لکه څرنګه چي هرطاعت ځان ته ثواب لري ، الله پاک ومسلمان ته دهرطاعت په بدل کي کله چي مسلمان يې په صحیحه اودوامداره توګه کوي ځان ته ځانته الهام وربخښي (انظرالفتاوي الحدیثیة ص۳۷۶) .

والسلام ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery