مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-13   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په حرام مال کښي دخيرات کولوحکم :

دارالافتآء أبوالفضل .

فتو ی نمبر(۱۴۷)


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 


 مستفتيه : نوريه /أفغانستان  /  بدخشان

 

 

و علامه مولانا أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې کارونکو ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، محترم مولانا صاحب ځما پوښتنه داده چي په حرام مال کښي خيرات او صدقه کول څه حُکم لري ؟
ستاسو محترم څخه د جواب په هيله  .

 

 


الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمي خورې  ! له خالص او سوچه حرام مال څخه د ثواب په نيت خيرات کول نه دي جائز ، او نه د الله پاک په نزد مقبول دئ  ، او که يو څوک حرام مال حلال وګڼي او د ثواب په نيت يې خيرات کړي نو دغه سړئ کافر ګرځي ، البته که په ناخبري او جهالت کښي داسي کار وسي نو بيا کافر نګرځي  ، دارنګه که د يو چا سره مخلوط مال ؤ يعني حلال او حرام سره ګډ ؤ او يو له بله سره ممتاز نه ؤ او غالب حرام مال ؤ نو پدې صورت کښي هم صدقه ورکول په نيت د ثواب نه دئ جائز   .
کچيري له يو چا سره يو قسم حرام مال موجود وي نو د هغه حُکم دادئ چي هغه دي بيرته وهغه ځائ ته رَد کړي له کومه ځايه څخه چي دغه مال حاصل سوئ وي ، او کچيري و أصل مالک ته واپس کول ممکن نه ؤ نو بيا (ددې پر ځائ چي د ځان دپاره د ثواب نيت پکښي وکړي او خیرات يې کړي ) د أصلي مالک له طرفه يې خيراتول ضروري دئ  . 

عن ابن عمر (رضي الله عنه) عن النبي (صلی الله عليه وسلم) قال : لاتقبل صلاة بغير طهور و لاالصدقة من غلول [الترمذي ۱ : ۳] .
وفي الهندية [۵ : ۳۴۹] :  والسبيل في المعاصي ردها ، وذلک ههنا برد المأخوذ ان تمکن من رده بأن عرف صاحبه ، وبالتصدق به ان لم يعرفه ليصل اليه ماله ان کان لا يصل اليه عين ماله .

والسلام ومن الله التوفيق ـ

کاتب : ب ا ق ي .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery