مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دقرآن په آیات سر ه فال شرعُاڅنګه دۍ

دارالافتاء ابوالفضل ـ

فتو ی نمبر(۱۵۴)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي  :  رحيم الله ترين / پاکستان / لاهور  .
وعاليقدر محترم علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې مسئول ګران ورور خالد هادي حيدري ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  ، له علامه صاحب څخه مو پوښتنه داده چي اوس ډیر خلګ په قرآنکريم کښی فال ګوري او له دې لاري استخاره کوي نو ددې حکم شرعا څنګه دئ  ؟ والسلام

 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره ! د قرآنکريم څخه فال اخستل بايد نه وسي ؛ ځکه چي پدې خبره کښي د علماوو اختلاف دئ : ځينو مکروه بللئ دئ او ځينو بيا جواز ورکړئ دئ  (منسک ابن العجمي) .
أبوبکر طرطوشي (له متأخرينو علماوو څخه د مالکيينو) پدې سره تصريح کړېده چي په قرآنکريم سره فال کتل حرام دئ  .
دارنګه محقق علامه آلوسي (رحمه الله) ويلي دي چي له  قرآنکريم څخه د استخارې په اړه يو معتمد شئ نسته چي ددې اثبات دي وکړي ، او ځما خوښه داده چي له قرآنکريم څخه باید فال ونه کتل سي  ، دارنګه  الله او د هغه درسول په راښودل سوي استخارې سره چي په صحيح حديث سره ثابته ده موږ له دې څخه بې پرواه او غير محتاج ګرځولي يو چي له قرآنکريم څخه  استخاره او فال وګورو  ( روح المعاني : ج۶ ص ۵۹) .
داخودعلماؤتحقیق دي زماپه فکرویوه صالح اوعالم شخص ته  په قرآن کريم فال اچول بایدجائزسي ـ
والسلام ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery