Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-19 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
په حرامو او نجسو شیانو سر ه علاج کول څنګه دي؟
فتو ی نمبر(۱۵۸)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : صفي الله ذهين / پکتيا ـ
عالي اوسترشخصيت علامه ابوالفضل صاحب زماسلامونه ومنئ
محترم مفتي ابوالفضل صاحب ! ايا په اسلام کي په حرامونجسو شیانوسره علاج کول روادئ او که يا؟ که په دې باره کي مفصل بيان راته وکړئ نودا به ستاسونه هېرونکئ احسان وي ،
الجواب وهوالموفق للصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه په دې باره کي دفقهاوواختلاف دئ :
(۱)د امام مالک اوامام احمد بن حنبل په نزد په حرامو اومردارو شیانو علاج کول مطلقا ناروادئ ـ المغني لابن القدامة ، کتاب الاطعمة ،۱۱ / ۸۳ ، والشرح الکبير : ۱۱ ، ۱۰۸ ، والتاج الاکليل : ۳ / ۲۳۳ ـ
(۲) دامام شافعي په نزد په حراموشيانوعلاج صحيح اوروا دئ خوپه دې شرط چي هغه شي نشه ونلري ، امام نووي شافعي فرمایلي دي : مذهبناجواز التداوي بجميع النجاسات ، سوي المسکر ـ المجموع شرح المهذب : ۹ ، ۹۲ ـ
(۳) داحنافو په دې باره کي درې قوله راغلي دي ، دامام اعظم ابوحنيفه په نزد هم په حرامو علاج کول ناروادئ ـ المبسوط للسرخسي ، کتاب الطهارة ، باب الوضوء والغسل : ۱ / ۵۴ ـ
دامام ابويوسف په نزد په حراموشیانو علاج کول مطقاجائز دئ ـ البحرالرائق : ۱ / ۱۱۵ ـ
اودنورومشايخوپه نزد په حرام سره هغه وخت علاج روادئ چي يوپوه طبيب دهغه دپاره بله دوا پيدانکړي ـ البحرالرائق : ۱ / ۱۱۶ ، وبذل المجهود : ۱۶ / ۱۹۹ ـ
او دحنفيانو اکثرو مشايخو پردرې يم قول باندي فتوي ورکړېده ـ
هغه علماء چي په حراموشیانوعلاج کول ناروابولي هغه په لاندي حديثونو استدلال کوي :
1. امام ابوداود رحمه الله تعالي په کتاب الطب کي له حضرت ابودرداء څخه رضي الله تعالي څخه نقل کړيدي : « قال رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم : ان الله أنزل الداء ، والدواء ، وجعل لکل داء دواء ، ولاتداووابحرام » ابوداود في کتاب الطب ، باب في الادوية المکروهة : ۴ / ۶ ( رقم الحديث : ۳۸۷۴) ـ
2. امام ابوداود په سنن ابوداود کي يودوهم روايت هم ذکرکړئ دئ « ان طبيباسأل النبي صلي الله تعالي عليه وسلم عن ضفدع يجعلها في دواء فنهاه النبي صلي الله تعالي عليه وسلم عن قتلها » ـ دلته نبي اکرم عليه الصلاة والسلام دچنګښي قتل اوددې په دواکي اچولو څخه منعه کړېده ځکه چنګښه نجسه ده ـ ابوداود في کتاب الطب ، باب في الادوية المکروهة : ۴ / ۶ ( رقم الحديث : ۳۸۷۲)
3. ده سنن ابوداوداوابن ماجه اوسنن دارمي په يوه روايت کي راغلي دي چي يوسړي له نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم څخه دشرابو په باره کی پوښتنه وکړه ، نونبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم له هغه څخه منعه وکړه ، هغه سړي ورته وويل چي : « يانبي الله ، انهادواء » ـ نونبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم ورته وفرمايل « لا ، ولکنها داء » ـ ابوداود في کتاب الطب ، باب في الادوية المکروهة : ۴ / ۶ ( رقم الحديث : ۳۸۷۳) ـ
4. امام طحاوي يو روايت نقل کړئ دئ اوامام بخاري هم هغه روايت په کتاب الاشربة کي تعليقاً نقل کړئ دئ ـ چي الفاظ يې دادي : « ان الله لم يجعل شفاءکم فيماحرم عليکم » ـ اخرجه الطحاوي في رحمه الله تعالي في کتاب الطهارة ، باب حکم بول مایؤکل لحمه : ۱ / ۸۳ ـ
5. امام هيثمي په موارد الظمآن کي له ام سلمه څخه روايت کړئ دئ چي رسول اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم ودې ته وفرمايل « ان الله لم يجعل شفاءکم في حرام » ـ اخرجه الهيثمي في موارد الظمآن ، کتاب الطب ، باب التداوي بالحرام : ۳۳۹ ( رقم االحديث : ۱۳۹۷) ـ
مګر هغه علماء چي په حرامو شیانو علاج کول روابولي هغه داحديثونه داختيار پرحال باندي حمل کوي ، يعني چي ديو ناجوړه او مريض دپاره بله دوا هم وي خودي په خپل اختيار سره نجسه دوا کارکړي نوپه دغه صورت کي دادوا خوړل ناروا دی ، خوکه چيري بله دوا نه وه نوبياپه حراموشیانوعلاج کول روادئ « لان الضرورة تبيح المحظورة » ـ عمدة القاري : ۱ / ۲۹۰ ، وفيض الباري : ۱ / ۳۲۹ ، وبذل المجهود : ۱۶ / ۱۹۹ ، ومعارف السنن : ۱ / ۲۷۸ ، واماني الاحبار : ۲ / ۱۱۵ ـ
والسلام ومن الله التوفیق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ