Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-20 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
ابو الفضل د خوبو تعبير هم ښه کوي :
دارالافتآء أبوالفصل .
فتو ی نمبر(۱۶۱)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمد رفیق خان کنړ افغانستان
داسلام ستر علمي شخصیت علامه ابو الفضل صاحب اور د بینوا کارکونکو تھ سلام وړاندي کوم۔
ما یوہ بلھ پښتنھ دي علامھ صاحب نھ دہ چي آیا تاسو د خوب تعبیر ھم ورکوي اوکھ یا؟
وسلام
محمد رفیق خان کنړ افغانستان
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه ! د خوبو د أهميت په باره کښي موږ خورا مفصل بيانونه د انترنيت له لاري و مسلمانانو ته تقديم کړيدي ، د اسلام پيغمبر د خوب په باره کښي چي به هر سهار له أصحابو سره کښينستي نو له دوۍ څخه بې پوښتنه کوله چي هر چا چی خوب ليدلئ وي نو راته ودې وايي . دارنګه په يوه حديث کښي رسول ص فرمايلي دی چی د نبوت سلسله خو ختمه سوه مګر مُبشرات پاته دي ، يعني د خوشحالۍ خوبونه چي د نبوت شپږشپيتمه حصه بلل سويدي پاته دي چي د قيامت تر ورځي پوري به دا سلسسه جاري وي چي الله پاک به د خوبو له لاري انسانان د يو کار په ښوالي يا بدوالي مثلا خبروي .
په يوه بل حديث کښي چي امام سيوطي يې په جامع الصغير کښي روايت کړئ دئ راغلي دي چي په اخيره زمانه کښي به د مسلمان مؤمن أکثر خوبونه رشتيا وي ، مناوي په شرح کښي ددغه حديث ذکر کړيدي چي په اخيره زمانه کښي به ځکه د مؤمن خوبونه رشتيا وي چي حق او باطل به سره ګډ وډ سي ، واکثرو مؤمنانو ته به دا نه معلوميږي چي کوم حق او کوم باطل دئ ؟ نو الله پاک به د خوب له لاري مؤمنان پدې باندي پوه کوي چي دا لار حقه او دا باطله ده او دا سړئ حق او دا باطل دئ ، دا عالم حق او دا عالمِ سوء او باطل دئ .
او شريعت پدې باره کښي هم حدبندي کړېده چي کوم خوب بايد وويل سي او کوم خوب بايد ونه ويل سي ؟ او چي ويل کيږي نو وڅنګه چا ته بايد وويل سي ؟
تا پوښتنه کړېده چي آیا تاسو د خوب تعبیر ھم ورکوي اوکھ یا؟ نو ددې پوښتني په جواب کښي اول ځما دغه شعر وګوره ! :
کار به خود کوم د فضل ځکه يمه أبوالفضل بوله ما د الله فضل خالص خمر يم مختوم يم
محترمه الحمدلله زه د خوبو تعبير کوم او پدې باره کښي الله پاک يوه اندازه ښه بصارت راکړئ دئ ، خو په خوبو کښي ځيني شيطاني او أضغاث الاحلام خوبونه دي چي هغه تعبير نلري او ددا ډول خوبو د ليدلو اسلامي شريعت ځانته لاره بيان کړېده .
والسلام
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ