Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-06-08 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د کرايې په مکان کښي زکات نسته :
دارالافتآء أبوالفضل .
فتو ی نمبر(۱۹۶) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : حبیب الله .
محترم مفتی ابوالفضل صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمه الله رب العالمین دی په علم او وجود کی نور هم برکات واچوی . سوال دادی چه که یو شخص کور ولری او هغه یی په کرایه ورکړی وی نو ددی زکات به په څه ډول ورکوی. د کرایه په پیسو کی او که کور به قیمت کوی او د قیمت نه به زکات ورکوی
والسلام
الجواب وهو الموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم .
محترمه وروره ! د کرايې مکان چي يو څوک لري ، او د کرايې دپاره وي نه د تجارت دپاره نو بيا پدغه مکان کښي زکات نسته ، البته که د مکان کرايه دونه ډيري پيسې سي چي تر حاجت زياته حصه يې د زکات د نصاب و اندازې ته ورسيږي ، او کال باندي تیر سي نو بيا زکات باندي لازم ګرځي .
(الفقه في ثوبه الجديد / والفقه الحنفي ) .
والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ