مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دجاويددپوښتني جواب :

دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۳۸) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : جاويد کابل السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته :عاليقدرابوالفضل صاحب زماپوښتنه داده چي که ديولوی سړي لباس په خوله یاپه اوبو لوندسووروسته یې کوچني په غيږکي واخيستي نوایادده کالی مردار دی اوکه یا ؟ مننه الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم محترمه که چيري دکوچني لباس پاک ووياشکمن وو نوددغه سړي لباس پاک شمېرل کېږي اوکه دکوچني لباس مرداروو نوکچيري عرق خوله دده ډېره وه چي دده دخولې په وجه دکوچني لباس ډېرلوندسواودکوچني دلباس د نجاست تاثیرددغه سړي په کالوښکاره سوپه دغه صورت کي دسړي کالي مردارشمېرل کيږي اوکه عرق ددغه لوي سړي لږوواولباس يعني کالي دده لږاندازه لوندوو دکوچني لباس کالي نه په لندېدل په دغه صورت کي ددغه لوئ سړي لباس يعني کالي مردارنه شمېرل کيږي ففي قاضي خان علي هامش عالمګيري ج۱ ، ص۲۶ : اذانام الرجل علي فراش اصابه منی ویبس فعرق الرجل وابتل الفراش من عرقه انلم يظهراثرالبلل في جسده لايتنجس بدنه وان کان العرق کثيرا حتي ابتل الفراش ثم اصاب اثرذالک الفراش جسده فظهراثره في جسده تنجس بدنه ـ والسلام ومن الله التوفیق
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery