مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

مني چي په شهوت راجلاسي خوبې شهوته راووزي ...

دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۳۹) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : بصیراحمد جرمني جليل القدره عالم ابوالفضل صاحب السلام عليکم هيله ده چي جوړاوروغ ياست که چيري مني له خپله ځايه څخه جلاسول سره له شهوته اوله ذکرڅخه بې شهوته راوتل نواياپه دې سره غسل واجبيږي اوکه يا الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم محترمه کچيري مني له خپله ځايه جلاسول سره له شهوته ليکن له ذکره څخه راووتل بې شهوته پردغه سړي غسل فرض دئ دامام ابوحنيفه اودامام احمدرحمهمالله په قول،او قول ددوئ قوي دئ اواحتياط پکښي دئ ليکن پرقول دامام ابويوسف غسل نسته پردغه شخص باندي مثال يې دادئ چي يوسړي بیده وی اواحتلام ورته پېښ سي اودده له ذکرڅخه شی نه وه راوتلئ اوراويښ سواوژرژريې خپل ذکرونیوئ څوچي ذکرله حرکته ولویدی ارام سوده خپل ذکرايله کړ اووروسته له شهوته مني خارج سول اوبل مثال يې دادئ چي يوشخص موټ و وهي ياويوچاته په شهوت لاس وروړئ په دغه وخت کي دده له ملاڅخه مني جلاسول خومنی لانه وه خارج سوي ده خپل ذکرټينګ ونيوئ څوچي ذکرله حرکته ولويدی بيایی ایله کړنومنی بی شهوته ووتل په دغه هرمثال کي غسل پردغه سړي فرض دئ دامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله تعالي اودامام محمدرحمه الله تعالي ليکن دامام ابويوسف په نزدپرده غسل واجب نه دئ ـ کبيري ، ج۱ ، ۱۰۸ ـ ردالمحتار ، ج۱ ، ص ، ۵۵ ، بحرالرائق ، ص۵۳ ـ طحطاوي شرح مراقي الفلاح ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery