مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-08   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دهغه څاه چي موږک پکي ولويږي دپاکولوطريقه :

دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوي نمبر (۴۵۰) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : محب الله ، کوټه محترم مفتي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، زماسوال دئ هغه داسي دئ : سوال : په يوڅاه کي چي دوه موږکان ولويږي نوددې دپاکولوطريقه څنګه ده ؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم حکم دووموږکانولکه حکم ديوه موږک داسي دئ ، يعني که دوه موږکان په څاه کي مړه پيداسوه دشلوڅلواغوڅخه بياتردېرشوسلواغوپوري کښل کيږي ـ اودرې موږکان داسي دي په حکم کي لکه يوچرګ يعني دڅلويښتوڅلواغوڅخه به بياترپنځوستو څلواغوپوري کښل کيږي اوداظاهرروايت دئ ـ اودرې موږکان لکه يوه پشي داسی دی یعني درې موږکان کښل دڅلويښتوڅلواغو اوبوبيا ترپنځو ستوپوري غواړي ـ اوشپږموږکان حکم ديوه سپي لري يعني که شپږموږکان په څاه کي مړه پيداسي نودټول څاه اوبه به خامخاکاږي ـ ففي المبسوط للسرخسي : ج۱ ص ۹۴: وحکم الفارتین کحکم االفارة الواحدة في البئرتطهيرا ينزح عشرين دلوامنهاوثلث فارات في ظاهرالرواية کالدجاجة فاذاکان الثلث کاالدجاجة يطهرهانزح اربعين دلواـ وفي البدايع ، ج۱ ، ص۸۶ : وروي عن محمدرحمه الله تعالي قال في الفارتین ينزح عشرون وفي الثلث اربعون ـ وفي بحرالرائق : ج۱ ، ص۱۱۹: وقال محمدرحمه الله تعالي الثلث کالهرة والست کالکلب ، وبقول المبسوط،ج۱ ، ۹۴، يترجح قول محمدرحمه الله تعالي ـ وفي منحة الخالق علي بحرالرائق ، ج۱ ، ص۱۱۹ : اقول وکذاجزم به في متن المواهب ـ والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery