Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-10-25 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
قضايي لمونځ بايدچيري وسي ؟
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتوانمبر(۴۶۱)
مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ
مستفتي :سليمه : جرمني
مولوي ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته : قضايي لمونځ بايدچيري وسي په مسجدکي کول ښه دي اوکه په کورکي :
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :قدرمني خورې قضايي لمونځ په کورکي بايدوکړسي په مسجدکي بايدونه کړسي ؛ ځکه چي دلمونځ قضاءکول ګناه ده اوګنابايدښکاره نه کړه سي ځکه دګناښکاره کول ګناده ـ اوسبب ددې ګرځي چي خلګ دده په باره کي په غیبتومبتلاسي ـ
ففي البزازيه علي هامش العالمګيري : ص۶۹،ج۴ : ولاتقضي الفوائت في المسجدوانمايقضيهافي بيته لان التاخيرمعصية فلايظهرها ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ