Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-11 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د مساجدو په خوليو او ټوپيو کښي لمونځ اداکول :
دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۴۷۵) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي :
احسان الله وردګ / پاکستان / اسلام أباد .
ځما پوښتنه داده چي په بعضي مساجدو کښي بلکي په أکثرو کي يو قسم خولۍ او ټوپۍ پرتې وي ، نو څوک چي خولۍ نلري او لوڅ سر وي هغه يې پر سر کوي او لمونځ پکښي کوي ، نو دداسي خوليو سره لمونځ کول خو به کوم ممانعت نلري ؟ والسلام
الجواب و هو الملهم للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! په لمانځه کښي بايد داسي خولۍ يا رومال انتخاب سي چي بېله له لمانځه انسان د هغه په پر سر کولو سره شرم نه محسوسوي ، او عيب نه بلل کيږي ، او کومي خولۍ چي په مساجدو کښي د لمونځ کونکو لپاره ايښودل سوي وي په هغو کښي دا صفت نه دئ موجود ؛ ځکه چي د هغو پر سر کول د انسان لپاره عيب بلل کيږي ، په مجلسو کښي انسان په هغه سره شرميږي ، نو په همدې سبب ددغو خوليو سره لمونځ کول مکروه تنزیهي دئ .
[قال الحصکفي : و صلاته فی ثيابٍ بذلة يلبسها في بيته . وفسر ها في شرح الوقاية بما يلبسه في بيته و لايذهب به الی الأکابر ، والظاهر أن الکراهة تنزيهية (رد المحتار ج۱ ص ۶۴۱) ] .
والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ