مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دطواف په اړه دحسينه وفادپوښتني جواب :

دارالافـــتاءابوالفضل

فتوانمبر(۴۷۷)
مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ

مستفتيه : حسینه وفا
السلام  علیکم  ورحمة الله  وبرکاته!

محترم  مولوي  صاحت  تر هرڅه  دمخه  دنیک  مرغه   لوی  اختر  مبارکې  درته  وایم  اوله  دې  ورسته  یوه   پښتنه  لرم  هغه  دا  چي  که  چیري  دیوې  حاجڼۍ  پښه  وېنې  شي  په  طواف  کښي  او  اودس  دستې   وکړي  نو  څه  شي  خو    پر  لازمیږي  که   نه؟

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

وعليکم السلام وبرکاته : قدرمني خوري ستادي هم زرواره داخترمبارک سي ، اوستادپوښتني جواب دادئ چي اودس په طواف کي واجب دئ که بې اودسه څوک طواف وکړي اويايې دطواف په منځ کي اودس مات سي نوداکثروعلماووپه قول به طواف بيرته راګرځوي اوکه يې راونګرځوئ نودم باندي لازم دئ ، اوله امام صاحب څخه يوروايت داسي راغلئ دئ چي اودس په طواف کي مستحب کاردئ ـ   مناسک ملاعلي القاري ،ص۱۵۱ ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery