مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د لمانځه په نيت کښي خطاوتل :

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر   (۴۷۹)  . 

مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتيه  :  سلیمه  /له جرمني څخه  .
 
علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  ، ستاسي محترم څخه ځما پوښتنه داده چي که يوڅوک دلمانځه نيت تړي نود نيت په وخت کي په خوله کي خطاوزي مثلادماپښين لمونځ کوي د ماځيګر وخت يې يادکړ ي اياپه دغه نيت سره لمونځ  وکړي نودغه لمونځ يې صحت لري اوکه يا   ؟

الجواب و هو الملهم للصواب   :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
ستا د پوښتني جواب دادئ چي نيت د زړه کار دئ په خوله سره نيت کول مستحب دئ ، نو کچيري په زړه کښي نيت د أصلي لمانځه وي ، خو د خولې په نيت کښي غلطي راسي او د بل لمانځه نيت په خوله راسي نو هغه هيڅ پروا نلري  .
[وفيه أيضًا عزم علی الظهر و جری علی لسانه العصر يجزيه (الفتاوی الهندية ج۱ ص۶۶) ] .
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery