مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

پداسي لنګوټه کښي لمونځ چي ککرۍ اودسرمابين يې لوڅ وي:

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر   (۴۸۰)  .

 مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي  :  عبدالحکيم ، صالح    / کندهار / أفغانستان  .

حضرت مولانا أبوالفضل صاحب او د بينوا پاڼي مسؤل خالد هادي ته د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم هيله ده چي قبول سي ، خدائ مو پدې ستر خدمت کښي نور هم موفق لره  ، محترم مولانا صاحب که يوسړي لمونځ   کوي لنګوټه پر سر  کړي خوککرۍ  يې لوڅه وي نوددغه سړي لمونځ څنګه دئ ؟

الجواب و هو الملهم للصواب   :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره ! پداسي لنګوټه کښي لمونځ کول چي خولۍ نه وي او مابيني حصه يې خالي وي لمونځ کول مکروه دئ  .
رسول الله (صلی الله علیه وسلم)  له داسي پګړۍ او لنګوټې څخه منع فرمايلې ده چي د سر درمياني حصه يې لوڅه وي  .
لنهي النبي صلي الله تعالي عليه وسلم :عنه ،اي عن الاعتجازوهوشدالرأس اوتکويرعمامة علي رأسه وترکه وسطه مکشوفا ـ ردالمحتار .،ج۱ ، ص۶۵۲ 
[ويکره الاعتجاز وهو شد الرأس بالمنديل أو تکوير عمامة علی رأسه  (مراقي الفلاح ص ۲۸۴) ]  . 
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery