Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-18 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
داقبال ځاځی دپوښتنی جواب :
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۴۸۷) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : اقبال نصرالله ځا ځی
اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته ګرانه مولوی .
ډیر بخښنه غواړم چی ستاسو وخت مو ځائ کړو .ګرانه مولوې صاحب تاد یوې خور په ځواب که ویلی چه لما نځه په په نيت کي دلمانځه دوخت تعين اومعلومول ضروري دي اودرکعتواودرکعتودشمارذکرکول په نيت کي ضروري نه دئ؛ځکه چي يوسړي چي داووايي چي نيت مي کړيدئ دماپښين دلمانځه نورکعتونه په خپله معلوم سول ځکه دماپښين لمونځ معلوم دئ چي څلوررکعته دئ.نو څه شی ٤فرض او٤رکعاته سنت ٢ رکعاته سنت نو تو ضېغات مو غوا ړم.
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره دهغې فتواپه عربي الفاظوکي خبره واضحه سوېده خودپښتوپه تعبيرکي څه اجمال اوابهام راغلئ دئ ، اصلي خبرداده چي درکعتوذکرکه په نيت کي ونکړي پروانلري خوداضرورده چي دوخت تعين به کوي اودلمانځه نوعيت به معلوموي ، يعني په دې ډول چي فرض لمونځ کوم که واجب کوم اوکه سنت کوم ـ
دمثال په ډول يوسړي دماپښين فرض لمونځ کوي نوکوم قدرچي ضروردئ هغه دادئ چي دي به وايي نيت مي کړيدئ ددې چي لمونځ کوم فرض دماپښين خاص خدائ لره ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ