Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-11-25 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
داستنجاءدکولواونه کولوصورتونه :
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۴۹۰) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : رحيم الله رحيمي / دبـــــــــــۍ .
السلام عليکم ورحمة الله ، خدای مو هميشه پدغه ستر ديني خدمت کښي کامیابه او موفق لره ، محترمه ځما پوښتنه د اوداسه تر استنجا تعلق لري ، هغه دا چي په کومو صورتو کښي استنجا وهل سته او په کومو کښي نسته ؟ که جواب راکړۍ احسان به مو وي .
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! پدې باره کښي قاعده داده چي کوم شئ چي د انسان له دوو معتادو لارو څخه خارجيږي په هغو کښی استنجآء وهل سته ، لکه بولي ، ګنګي ، مني ، مذي ، او وينه . ماسوا له باد او هوا څخه چي له انسانه خارج سي په هغه کښي استنجآء نسته .
او کوم شئ چي د انسان له جسم څخه په غير ددغو معتادو لارو خارج سي لکه وینه نوپه هغو کښي هم استنجآء وهل نسته يواځي اودس دي وکړي .
[الاستنجآء منَ البول والغائط والمذي والمني والدم الخارج من أحد السبيلین دونَ غيرها منَ الأحداث (تتارخانيه ج۱ ص ۱۰۰) ] .
والسلام ومن الله التوفيق ـ .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ