Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-12-06 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دقرآن پاک دتلاوت اداب :
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۴۹۸) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : بي بي خديجه /هايلند .
عاليقدر علامه أبوالفضل (دامت برکاته) ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي له محترم حضور څخه زما پوښتنه داده چي په شريعت کښي د قرانکريم د تلاوت دپاره په شريعت کی کوم خاص ادبونه سته چي تلاوت کونکی بايد د هغو خيال وساتي ؟ ستاسي محترم څخه د جوابه په هيله .
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمي خوري ! په شريعت کښي د قرآنکريم د ويلو دپاره ځانته ادبونه بيان سويدي ، چي تشريح يې په لاندي ډول ده :
(۱) : تلاوت کونکئ بايد په زړه کښي دا خبره حاضره ولري چي اوس زه د الله تعالی سره د مناجات په حالت کښي يم .
(۲) : تلاوت کونکئ بايد په ځان کښي داسي کيفيت او حالت پيدا کړي چي ګواکي دَئ الله (جل جلاله) ويني او هغه ته مخامخ دئ ؛ ځکه بنده که څه هم الله پاک نه ويني ليکن الله خو يې ويني .
(۳) : کله چي د قرآنکريم د تلاوت اراده وکړي نو اول خپله خوله بايد په مسواک سره پاکه او نظيفه وګرځوي .
(۴) : تلاوت د قرآن بايد په اوداسه او طهارت سره وسي ، که څه هم دا خو جائز دئ چي د بې اودسۍ په حال کښي په ياد بېله مسه کولو د قرآن تلاوت وسي .
(۵) : تلاوت بايد په پاک ، نظيف او غوره ځائ کښي انجام سي .
(۶) : تر څو ممکن وي تلاوت بايد په مسجد کښي وسي ؛ ځکه چي مسجد د نظافت مرکز دئ ، او د شرافت او کرامت ځائ دئ ، او له دې سره سره د اعتکاف فضيلت هم په برخه کيږي .
(۷) : تلاوت کونکئ بايد په خشوع ، ارام او سکون سره مخ وقبلې ته کښيني ، که څه هم د ولاړي يا د پريوتو په حالت کښي جواز لري ، خو پر اول شکل باندي تلاوت سبب د زيادت د أجر او ثواب ګرځي .
(۸) : تلاوت بايد د «أعوذُ باللهِ منَ الشيطنِ الرجيم» او «بسمِ الله الرحمنِ الرحيم» په ويلو سره شروع سي .
(۹) : د تلاوت په وخت کښي بايد تلاوت کونکئ خاشِع او حاضر وي ، يعني ظاهر او باطن يې دواړه متوجه وي ، يوې او بلي خواته نه ګوري ، جسم يې په حرکت کښي نه وي او په اطمينان عاجزي او سکون سره ناست وي ؛ ځکه چي په همدې سره سينه خلاصيږي او زړه يې د تلاوت د أنوارو قبلونکئ ګرځي .
(۱۰) : د تلاوت په وخت کښي بايد تلاوت کونکئ ژاړي ، او که ژړا نه ورځي نو د ژړا په ډول دي ځان کړي .
(۱۱) : قرآن کريم بايد په ترتيل او کرار کرار وويل سي او په چټکي او تلوار سره نه وي .
(۱۲) : د تلاوت په شروع او جريان کښي بايد په ټينګه له خبرو ، خندا ، او نورو عبث شيانو څخه اجتناب وسي ، خو که د ضرورت پخاطر يوه خبره وکړي نو پروا نلري .
(۱۳) : د تلاوت په وخت کښي تلاوت کونکئ بايد د قرآنکريم د اياتو په معناګانو کښي مُتدبِّر او فکر وهونکئ وي ؛ ځکه چي د قرآن پاک له تلاوت څخه بنيادي او أساسي مقصد همدغه دئ .
(۱۴) : کله چي د الله پاک د نيکو بندګانو ذکر راسي نو بايد په زړه کښي دا دُعا وکړي چي خدايه ما هم له دغو نيکو بندګانو حخه وګرځوي ، او کله چي بيا د رحمت آيت راسي نو د الله پاک د رحمت سوال وکړي ، او کله چي د بدو انسانانو يا د الله پاک د عذاب ذکر راسي نو بايد تلاونکئ په زړه کښي داسي دُعا وکړي چي خدايه ما له دغو بدو انسانانو څخه مګرځوي ، او ستا له عذاب څخه ماته نجات راکړې .
[الموسوعة ج ۳۳ ص ۳۴تـــــــــــــا ۳۶] .
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ