Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-02 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دالله پاک له عذابوڅخه دنجات دعا
دارالأفتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۵۱۶) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي شاکره /له چین څخه
محترموقدرمن ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ
زماسوال دادئ چي امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله تعالي چي الله جل جلاله ۹۹نهه نوي واره په خوب کي وليدئ بياچي ئې په سلم وارکومه دعاوده ته په خوب کي الله جل جلاله وروښوله هغه کومه دعاده؟
. الجواب و هو الملهم للصواب:
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره:
کله چي امام أعظم أبوحنيفه (رضي الله عنه) نهه نوي (۹۹) واره الله (جل جلاله) په خوب وليدئ نو له ځان سره يې وويل چي سلم وار که مي وليدئ نو دداسي شي پوښتنه به ورڅخه وکړم چي دده له عذاب څخه نجات ورکونکئ وي ، نو بيا يې سلم وار په خوب وليدئ او همداسي پوښتنه يې ورڅخه وکړه ؟ الله پاک ورته وفرمايل چي که څوک دغه دُعا د سهار او ماښام له لمانځه وروسته وايي نو هغه به ځما له عذابه نجات پيدا کړي ، دُعا داده :
سُبْحَانَ الأَبَدِيِّ الأَبَدْ * سُبْحَانَ الــوَاحِدِ الأَحَدْ * سُبْحَانَ الــْفَرْدِ الــصّمَدْ * سُبْحَانَ رَافِعِ السَّمَآءِ بِغيْرِ عَمَدْ *
سُبْحَانَ مَنْ بَسَطَ الأَرْضَ عَلی مَآءٍ جَمَدْ * سُبْحَانَ مَنْ خَلَقَ الــْخلْقَ فأَحْصهُمْ عَدَدْ * سُبْحَانَ مَنْ قَسَّمَ الرِّزْقَ وَ لَمْ يَنْسَ أحَدْ * سُبْحَانَ الّذِيْ لَمْ يَتَّخِذْ صَاحِبَةً وَّ لا وَلَدْ *
سُبْحَانَ الَّذِيْ لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يُوْلَدْ وَ لَمْ يَکُنْ لَّه کُفُوًا أحَدْ * . ردالمحتارج۱وغیره
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ