مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-02   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په سودي بېنګ کي ملازمت:

دارالأفتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۵۱۷) . 

 مفتي   :

  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :  رحيم الله زار   /عربي متحده ايالات  . وستر ديني رهنما علامه أبوالفضل (عم فيضه الجاري) ته د زړه له بيخه نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم هيله کوم چي قبول سي ، ستاسي له درانه حضور څخه مي پوشتنه داده چي  د بينک ملازمت او مزدوري څنګه ده ؟ سره له دې چي سودي جريمه پکښي جاري وي  . ستاسي د جواب په هيله  .

الجواب و هو الملهم للصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره ! په سودي بينک کښي ملازمت ، مزدوري او وظيفه ادا کول ناروا او حرام دي  ؛ ځکه چي يو خو پدې کښي اعانت پر معصيت او ګناه باندي لازميږي (چي سود دئ)  او بل کومه تنخواه او مزدوري چي دَئ لاس ته راوړي هغه له حرامه ماله څخه ده  .
له حضرت جابر (رضي الله عنه) څخه نقل دئ چي ده مبارک فرمايلي دي : «لعنَ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) آکل الربآء و موکله ، وکاتبه و شاهديه ، وقال : هم سوآءٌ» [أخرجه مسلم] .
يعني رسول الله (صلی الله عليه وسلم) پر سود اخستونکي او سود ورکونکي باندي لعنت ويلئ دئ ، او (دارنګه يې پر هغه چا باندي لعنت فرمايلئ دئ) چي د سود د معاملې ليکنه او کتابت کوي ، او پر هغه چا باندي چي پر دغه معامله باندي شاهدان او ګواهان وي  . په دې اړه مخکي موږمفصل بیان په بله فتوی  کښي کړئ دئ  .
والسلام  ومن الله التوفيق  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery