مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-02   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دسپي یاپشۍ خرڅول:

دارالأفتآء أبوالفضل . `


فتوی نمبر۵۱۸) . 

مفتي   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :   محمد أکبر /کندهار /أفغانستان  .

ومحترم مولانا ابوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي دغه علمي مشعل دي هميشه ځلانده وي ، پوښتنه مي داده چي د سپي يا د پشي خرڅول د شريعت له نظره څه حکم لري ؟ که پدې باره کی وضاحت راته وکړۍ احسان به مو وي .

الجواب و هو الملهم للصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
  محترمه وروره ! د سپي په باره کښي د امامانو قولونه مختلف دي : امام شافعي ، امام أحمد ، حسن بصري محمد بن سيرين ، عبدالرحمن بن أبي ليلی ، حکم ، حمّاد بن أبي سليمان ، ربيعه ، اوزاعي ، اسحاق ، أبي ثور ، ابن منذر او أهــــــــل ظاهر  ددغو ټولو امامانو په قول د سپي خرڅول مطلقًا حرام دي ، عام له دې څخه که دغه سپئ داسي وي چي د ښکار تعليم ورکړ سوئ وي او که نه وي ، په شريعت کښي يې ساتنه جائزه وي او که نه وي  . دارنګه له امام مالک (رحمه الله) څخه هم يو روايت دغه ډول راغلئ دئ  .
او د امام مالک (رحمه الله) په مذهب کښي عمومي قول دادئ چي د هغه سپي چي شريعت د هغه د ساتني اجازه ورکړېده خرڅول او رانيول روا دي ، او کوم چي شرعًا يې ساتنه روا نه ده د هغه خرڅول هم روا نه دي .
او د امام أعظم أبو حنيفه (رحمه الله) د مذهب مطابق د سپي خرڅول په يو څو خاصو صورتو کښي روا دئ ، لکه هغه سپئ  چي د ښکار دپاره ،یا د حراست او چوکيداري دپاره او ياد مال او رمې د حفاظت دپاره  وي.
حاصل دا چي د سپي خرڅول يا رانیول د شرعي ضرورت پخاطر روا او جائز کار دئ  ، دا قول د امام أعظم أبوحنيفه ، عطآء بن أبي رباح ، ابراهيم نخعي ، امام أبويوسف ، امام محمد او د ابن کنانه (رحمهم الله) دئ .
او کوم علمآء چي مطلقًا د سپي خرڅول صحيح نه بولي هغه د مسلم شريف پدغه حديث سره دليل نيسي کوم چي له أبي مسعود أنصاري (رضي الله عنه) څخه يې روايت سوئ دئ : «أن رسول الله صلی الله عليه وسلم نهی عن ثمنِ الکلبِ»  . يعني نبي (صلی الله عليه وسلم) منع کړېده له پيسو (روپيو) څخه د سپي .
او سپئ په دغه حديث کښي مطلق ذکر دئ  ، نو هر قسم سپي ته ورشامليږي  .
او ځموږ حنفيه او له موږ سره موافق علمآء ددغه حديث ، دارنګه ودېته ورته چي کوم حديثونه راغلي دي چا جواب پدې ډول ورکړئ دئ چي امام محمد (رحمه الله)  په «الحجة  ج۲ ص ۷۵۸» کښي دغه أحاديث منسوخ بللي دي  ، او پر دې باندي يوه قرينه دا هم ده چي په يوه حديث کښي داسي راغلي دي چي : «ان منَ السحتِ ثمنُ الکلب و أجرُ الحجام» .  بيا د حجام أجرَت او مزدوري جائزه ګرځوله سوېده ، نو کوم سپئ چي نافع وي ددې بيع هم بايد جائزه سي   .
او ځينو حنفيه ؤ بيا پدې ډول جواب ورکړئ دئ چي پدغه حديث کښي چي نهي  د روپو د سپي څخه راغلې ده دغه نهي دتحريم دپاره نه بلکي لپاره د اظهار د دَنائت ده ، يعني دا د مسلمان له شان ، غيرت او شرف   سره مناسب کار نه دئ ، بلکي له خسيسو کارو څخه دئ چي سپئ خرڅوي او پيسي يې جيب ته اچوي  .   
او د پشي خرڅول او رانيول په اتفاق د څلورو امامانو او د أکثرو علمآؤ روا دي  ، او په أحاديثو کښي د بيع د پشي منع پر نهي تنزيهي حمل ده ؛ او منع يې ځکه راغلې ده چي د پشي خرڅول او رانيول پيشه او عادت نسي جوړ  .
[«عن جابر بن عبدالله أنّ النبي (صلی الله عليه وسلم) نهی عن ثمن الکلبِ و السنور ، الا کلبَ صيدٍ » أخرجه النسائي ، والطحاوي و غيرهما .  ورجاله کلهم ثقات کما اعترف به الحافظ في الفتح ج۴ ص ۳۵۳/وقال الزبيدي في عقود الجواهر ج۲ ص ۴ : هذا سندٌ جيد ] کذا في غيره من الاحاديث ، وان اردتَ زيادةَ التفصيلِ فارجع الی التکملة ج۱ از ص ۵۲۷  تا ۵۳۴.
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery