مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-05   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دصفري د میاشتي په اړه غلطي عقیدې:

دارالأفتآء أبوالفضل .


فتوی نمبر (۵۲۱)

مفتي   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .
مستفتيه:پلوشه - د ډوبۍ څخه
محترم اوقدرمن ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ
ما اوریدلی دی چی دصفری میاشت ډیره درنه میاشت ده او پدی میاشت کی بلاوی راکښته کیږی نوکه پدی باره کی معلومات راکی چی دامیاشت ولی او څنګه درنه ده او بلاوی دکم ځای څخه راځی انسانانو ته خو به کم خطر نه لری اوپه دی میاشت کی کمی پیښی سوی دی، یوه خبره بله چی ځنی خلګ وایی چی اوس بلاوی نسته  ـ

الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي خوري دصفري دمياشتي په ارتباط چي کومي خبري تادخلګوپه حواله ذکرکړيدي اودارنګه ودې ته ورته نوري خبري ټولي بې بنياده غلطی اوباطلي خبري دي په شريعت کي ددې هيڅ ثبوت نسته،ددغوخبرواصلي مأخذترراسلام له مخه دجاهلیت دزمانې عقيده اونظريه ده،دمکې مکرمې مشرکانواوعربوبه دصفري دمياشتي په باره کي دغه ډول خبري کولې،اودارنګه ودې ته نوردجاهلیت رسومات دوئ درلودل رسول الله صلى الله عليه و سلم  دهغوټولوردپه دغه حديث سره وکړ

«لاعدوي ولاطيرة ولاهامة ولاصفر،وفرمن المجذوم کما تفرمن الاسد»رواه البخاري ،کذافي المشکوة ـ

دزيات تفصيل لپاره وګورئ [المرقات،ج۹،ازصفحه۳]
ځيني په نامه ملايان دخلګودداسي عقیدی دتاييددپاره يوحديث راوړي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم  فرمايلي دي:

«من بشرني بخروج صفربشرته بالجنة»

يعني هرچاکه زيرئ وکړپرماباندي په دې سره چي دصفري مياشت ووتله،نوزه به  پرهغه باندي دجنت زيري وکړم ـ
خوداحديث نه دئ ـ
ملاعلي القاري رحمه الله تعالي د«الموضوعات الکبري په مخ ۲۲۵»مخ کي ذکرکړيدي چي دغه حديث هيڅ اصل نلري .
والسلام ومن الله التوفيق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery