مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-01-13   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

داوداسه دادابو اومستحباتوپه اړه :

دارالافتاءابوالفضل ـ


فتوی نمبر (۵۲۴) . 



________________________________________
 مفتي   :
  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتيه:

زهيرجلال ابادعلامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته:هيله ده چي دخدائ جل جلاله په حفاظت اوساتنه کي محفوظ ياست ـ زماپوښتنه داده:داوداسه لپاره کوم کوم شیان مستحب او اداب دي په شريعت کي؟هيله ده چي خفه نشئ ـ

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه
په اوداسه کي لاندي دیارلس شيان مستحب دي:
)(۱):داچي اودس کوي نوپرلوړځاي به کښيني ددې دپاره چي دمستعملواوبوڅاڅکي ورونه غورځي ـ(۲):داچي وقبلې شريفي  ته به مخ ګرځوي(۳):دادئ چي په اوداسه کي به بې ضرورته له بل چاڅخه کومک نه غواړي ـ(۴):دادي چي له خلګوسره به خبري نه کوي ـ(۵):مستحب  دادئ چي په اوداسه کي به هغه دعاوي کومي چي له نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم څخه رانقل سويدي وايي ـ(۶):مستحب دادئ چي  په زړه کي هم اوداسه نيت  کوي اوپه خو له بې هم کويـ(۷):مستحب  دادئ چي  دهراندام دپريولوپه وخت کي به «بسم الله...»وايي ـ(۸):مستحب دادئ  چي  خمچه ګوته به لنده وي او په غوږکي بې  داخلوي ـ(۹):مستحب دادئ چي هغه انګشتري به ښوروي چي فراخه وي،اوهغه انګشترئ چي تنګه وي نوهغه به خامخاښوروي اوحرکت به ورکوي ـ(۱۰):مستحب دادئ چي په خوله اوپه پزه به په راسته لاس اوبه رغړوي ـ(۱۱):مستحب دادئ چي پزه به په چپه لاس څنډي ـ(۱۲):مستحب دادئ چي کچيري معذورنه وونوتروخت دمخه به اودس کوي ـ(۱۳):کله چي له اوداسه څخه فارغه سي نومخ دي وقبلې ته وګرځوي اودادعادي ووايي:«اشهدان لااله الاالله وحده لاشریک له واشهدان محمداعبده ورسوله،اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين»ـ
عـربي عبارت:
تستحب الامورالاتية في الوضوء:
(۱):ان يجلس للوضوفي مکان مرتفع لئلايصيبه رشاش الماء المستعمل ـ
(۲):ان يجلس مستقبلانحوالقبلة ـ
(۳):ان لايستعين من غيره ـ
(۴):ان لايتکلم بکلام الناس ـ
(۵):ان يقرءالدعوات المأثورةعن النبي صلي الله تعالي عليه وسلم في الوضوء ـ
(۶):ان يجمع بين نية القلب والتلفظ باللسان ـ
(۷):ان يقول«بسم الله الرحمن الرحيم»عندغسل کل عضوـ
(۸):ان يدخل خنصره المبلولة في الصماخ عندمسح الاذنين ـ
(۹):ان يحرک خاتمه الواسع ـ
امااذاکان خاتمه ضيقافتحريکه لازم لصحة الوضوءـ
(۱۰):ان يأخذالماءلمضمضة والاستنشاق بيده اليمن ـ
(۱۱):ان يستعمل يده اليسري للامتخاط ـ
(۱۲)ان يتوضاءقبل دخول الوقت اذالم يکن في حکم المعذورالذي يلزمه الوضوءلوقت کل صلاة ـ
(۱۳):اذافرغ من الوضوءقام مستقبلانحوالقبلة ويقول:« اشهدان لااله الاالله وحده لاشریک له واشهدان محمداعبده ورسوله،اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين»الفقه المیسرص ۳۴و۳۵
ـ

والسلام ومن الله التوفیق ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery