Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-04-04 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
له کافراوفاسق مومن سره په بغض کي فرق :
علامه أبوالفضل .
فتوی نمبر (۶۰۰) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه : صفيه /هـرات /أفغانستان .
عاليقدر محترم مولوي أبوالفضل صاحب خداي مو ژوندي لره ، ځما پوشتنه داده چی شريعت هر مسلمان په دی سره مکلف کړی دی چي له کافر او فاسق مومن سره به بغض کوی نو ايا ددغودوو بغضو په منځ کی فرق شته او که له دواړو سره يو ډول بغض پکار دی ؟
الجواب و هو الملهم للصواب :
محترمي خوري ! د الله پاک له نافرمانه سره بغض کول او بد يې ګڼل شرعي حکم دئ عام له دې که هغه مؤمن وي که کافر ، خو د مؤمن فاسق (ګنهګاره) سره بغض او له کافر سره بغض په خپل منځ کښي فرق لري ، هغه دا چي د ګنهګاره مسلمان سره بغض او دښمني دده له ذاته سره نه بلکي يواځي دده له کرداره سره وي ،ځکه ذات د مؤمن دایمان او د صحيح عقيدي په وجه طاهر او مقدس دئ ، له ذاته سره د مؤمن محبت ضرور دئ ، او بغض چی له ده سره کيږي نو هغه د عارضی أمورو په وجه دئ چي ګناوي او فسق دئ ، ددې داسي مثال دئ لکه چي له يو سړي سره چي خروړي سپيان يا ماران وي نو له دغه سړي څخه خلګ زغلي او بيريږي ، خو دغه ويره له ذاته ددغه سړي څخه نه وي ، بلکي دغه ويره په حقيقت کښي له هغو خارجي شيانو څخه وي چي له ده سره دي چي سپيان او ماران دي .
او د کافر ذات ، عمل او اعتقاد هر يو مبغوض دئ ، د کافر له ذات سره هم بغض کول ضرور دي ، ددې مثال داسي دئ لکه يو سړئ چي مار يا ليونئ سپئ وويني نو ورڅخه وتښتي ، نو لکه څرنګه چي دغه تيښته له ذاته ددې ماره يا سپي ده کافر هم په همدغه ډول دئ .
[هکذا في الابريز ص ۱۵۷] .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ