Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-11-10 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دحديث)من وقي شرلقلقه)تحقيق:
دارالافتاءابوالفضل.
فتوانمبر(۶۳۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي دکتورعلي هند
ومحترم استاذ علامه ابوالفضل صاحب ددغه حديث په معني پوهيږم:«من وُقِي شرلقلقه وقبقبه وذبذبه فقدوجبت له الجنة»
اودارنګه داحديث په کوم کتاب کښي راغلئ دئ ؟
الجواب ومنه الصواب:
محترمه وروه معني دحديث خو په دې ډول ده :چي هرڅوک چي وساتل سي له شرڅخه دژبي اودنس اودفرج نو په تحقيق سره واجب سوده لره جنت.
«لقلق»وژبي ته ويل کيږي ، او «قبقب» ونس ته ويل کيږي ، مأخوذدئ له «قبقبة» څخه چی په معني دهغه صوت دئ چي له نس څخه اورېدل کيږی .
او«ذبذب» وذکرته دنارينه ويل کيږي، مأخوذ دئ له «تذبذب» څخه چي په معني دتحرک دئ .
دغه حديث امام سيوطي (رحمه الله تعالی) په جامع صغير کښي راوړئ دئ ، اوضعيف يې بللئ دئ.
[ جامع الصغیر مع فيض القدير/۳۰۸/ج۶].
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ