Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2012-12-07 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
ســــــنت پرڅوقسمه دي؟
دارالافتاء ابوالفضل.
فتوي نمبر(۶۵۶):
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي نــــــــــــويد/کندهارافغانستان.
محترم مفتي صاحب زمايوه پوښتنه ده کې جوا ب راکړئ هغه داده چي سنت پرڅوقسمه دي؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه! سنت پردوه قسمه دي:اول قسم سنت مؤکده دي چي سنت راتبه اوسنت الهدی هم ورته ويل کيږي چي عبارت دي له هر هغه کار څخه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په اکثرو وختو کښي کړئ وي او يووار يادوه واره يې لپاره دبيان دجواز نه وي کړئ.
اوبل قسم سنت زائده دئ چي ودې قسم ته فقهاء مستحب ، مندوب اواداب وايي ، که څه هم بعضي فقهاء لکه صاحب دبحر محيط ددې دریو په منځ کښي فر ق بیانوی .
مګر امام طحاوي ويلي دي چي :«والاولي ماعليه الاصولييون».
ددې مثال لکه مسح درقبې يانفلي لمونځ اوروژ ه.
حاصل دا چي سنن زائده هغه دئ چي نبي عليه السلام هم کړئ وي اوهم يې پرېيښئ وي ، اوکول يې پرپرېښولوغالب نه وي .
والسلام ومن الله التوفيق.
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ