دخپریدو نیټه : 2009-06-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
امیر اوفقیر۱۴
فضل الله رشتين
ادوارد پادشاه
د حقيقي ادوارد د تاج پوشۍ مراسم سرته ورسيدل ،
ادوارد يو ښه پادشاه ؤ ، ځكه چې ده د خلكو په مينځ كښې وخت تير كړى ؤ او په دى پوه شوى ؤ چې خلك څنګه
ژوند كوي اوڅه ته احتياج لري . توم په قصر كښى اوسيده او د پادشاه يو ښه دوست ؤ .
ښاغلي مايلز خپل
ه لاسه تللى كور او جايدات بير ته لاس ته راوړل او له آغلې اديت سره يى واده هم وكړ. ادوارد پادشاه به
كله كله د هغه د ليدو لپاره هندن هال ته تللو چيرته چى باسيل د باغوانانو د مشر په حيث دنده تر سره كو
ه.
جان كانتي بيا ونه ليدل شو، خو توم خپلې مور او خويندو ته په كلي كښې يو ښكلى كور واخيست .
ادوارد
پادشاه تر ډيرى مودى ژوندى پاتې نه شو ، كله چې هغه مړ شو ، توم لاړ و او له خپلى مور او خپلو خويندو س
ه استوګن شو ، او دا كيسه يى وليكله . توم ددى كيسى به ليكلو دا وښودله چى څنګه يو فقير
توم د څو ورځو لپاره د انګلستان پادشاه ؤ. ( پاى )