مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-05   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ایمان

اجمل پسرلی

ایمان


لیکوال : محمد اجمل پسرلی


توحید له جوماته راته، سپینه پاڼه یې له لارې ورواخیسته ، په سترګو یې  وموښله ، ښکل یې کړه ، شاوخوا یې وکتل، لږ وړاندې یې د پخڅې دیواله په چاک کې کېښوده. دکور وریې پرانیست. پلار یې له بازاره خورما راوړې وه ، ده ورمنډه کړه  له منډې سره یې پښه ونښتله او بغدادي قاعده یې له لاسه ولویده . پلار یې  اخ کړل. سپاره یې  ورواخیسته، ښکل یې کړه. توحید یې په څپېړه وواهه . دهغه پوزه وینې شوه. مور غیږ ورکړه. خاوند یې ورته وویل :
- نازوې یې هم، سپاره یې واچوله
می منې یې دواړه لاسه په ټټر پورې ونیول :
- وی ړنده دې شم
اوچته پاڅیده.دیګی یې ورواخیست . وړه یې غوړو ته واچو .حلوا لا سمه دم نه وه چې په توحید یې وڅکله ، هغه تو کړه، مورپرې بړچ وهل:
- ناروا، روزي دې تر پښو لاندې کړه.
چې حلوا دم شوه ، مور توحید ته ورکړه چې جومات ته یې یوسي. هغه بشقاب د جومات شاته په ویاله کې چپه کړ.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery