مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سيدا ګل ادې

محمد نعمان دوست


زموږ په کلي کې دوه ځلې بېوزلي بزګر ډېر مست شول ، يوځل هغه مهال چې هره خوا  سره بيرغونه  ورپېدل او بل ځل چې د سرو بيرغونو ځاى سپينو ونيو .
سيدا ، زموږ د کلي د يوې بېوزلې کورنۍ ماشوم و ، ددوى کورنۍ هغه مهال مسته شوه چې سيدا ځوان شو او د يوې جهادي ډلې کوچنۍ سرګروپ شو،همدغه مهال سيدا سره ( ګل )  هم يوځاى شو .
 دوى خپل کور نه درلود ، زموږ د تره په کور کې اوسېدل خو دبدبه يې دومره لوړه وه  لکه خانداني خانان چې وي .
 هغه وخت لغمان کې  جهادي ډلو ډېرى  په خپلو کې يو پر بل جهاد کاوو ، حزب حرکت او حرکت حزب ته په کمين کې وو او همدې جهاد په لسګونو ځوانان ترخاورو لاندې کړل .
هغه ورځ  د سيداګل دي ډلې خپلې حريفې جهادي ډلې ته ماتې ورکړې وه  او په همدې خوشحالۍ کې يې داسې ډزې کولې لکه فلسطين چې يې له اسراييلو ازاد کړى وي .

سيدا ګل خپله هاوان ته ګولۍ غورځولې او د هوا په لوريې توغولې خو يوه ګولۍ سرچپه ولوېده ، هاوان وچاودېد او د سيداګل سر يې والوځو .
 د سيداګل جنازه داسې وخت کې کورته راوړل شوه  چې مور يې بيرون وه .
کټ د انګړ په منځ کې ايښى و ، مور يې راننوته ټولې ښځې حيرانې شوې او دهغې په لور يې کتلې . 
خو هغه لا خبره نه وه ، ټکرى يې پزې ته ونيو ، ټنډه يې تروه کړه د لاس په خوځولو يې خبرې پيل کړې :
 کټ وباسئ ! هر څوک چې مردار  شي زما کور ته يې راوړئ ، څه قبرستان خو نه دى !
راټولې ښځې حيرانې وې ، يوه ور وړاندې شوه :  ته خو يوځل وګوره ؟ دا څوک دى ؟
 چې څنګه يې سپينه پرده پورته کړه او د خپل زوى په جسد يې سترګې ونښتې ، سر يې په لاسونو کې ونيو ، ځمکه پرې توره شپه شوه ، پښې يې سستې شوې  او بې اختياره چيغې يې وهلې .
له هغه وخته ډېر کلونه تېرشوي ، خو  اوس هم چې ځينې کړۍ او اشخاص    د جګړې په اوږدېدو ټينګار کوي ،ماته د سيدا ګل مور را ياديږي .
دغه ډلې او اشخاص ځکه په جګړه ټينګار کوي ، چې ددوى په کې ګټې دي ، جګړه کې د خلکو اولادونه مري ، د خلکو کورونو ته جنازې راځي .
دوى يې درد نه شي محسوسولى خو هغه وخت به يې محسوس کړي چې  د سيدا ګل د مور په برخليک اخته شي .   

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery