مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کسات

محمد نعمان دوست

                                                              
په ډېرې خوارۍ دقدم ايښودو ځاى لېدل کېده ، يواځې د توپان شور و چې کله _ کله به يې له لرې کليو څخه د سپيانو غږونه هم  را رسول .

 باد ، د ونو لغړ خاښونه يو بل سره جنګول ، کوچنى دسمال مې له سره تاو کړى و او يواځې خپلې لارې ته مې کتل .

 چې څنګه هدېرې ته نږدې شوم ، چيغې شوې ، لکه هغوى چې ماته په تمه وو .
 قبرونه وپړسېدل او بيا ترې  جمجې راپورته شوې ، حيران وم څه وکړم  ؟ د تېښتې هڅه مې وکړه خو پښې مې سستې وې ، د ګام پورته کولو وس مې نه و . 

له څلورو خواوو  را نه اسکليټونه راتاوو او نورو را منډې وهلې .

  يو دم به ژامې وازې شوې ، سپيره هډوکي به رانږدې شول ، هر اسکليټ کوښښ کاوو چې لاسونه رانه راتاو کړي ، غاښونه راباندې خښ کړي او يامې له مرۍ ونيسي .

 چا ويل :  ولې دې ووژلو ؟  ولې دې زموږ په ځوانيو سوداګري وکړه ؟  ولې دې راته بچي يتيمان کړل ؟؟؟؟؟؟ 
چابه په کړس – کړس وخندل او بيابه يې  سرونه ښه را نږدې کړل :
  موږ  وژل شوي نه يوو ، د تا په امر ژوندي خښ شوي وو او بيابه ټولو لاسونه را اوږده کړل .
   خولې راباندې راماتې وې ، ژبه مې وچه وه د کلمې د ويلو وس مې نه و ، يواځې اسکليتونه مې ليدل چې راته نږدې _ نږدې کېدل .
دا ځل بيا له څلورو خواوو راباندې هجوم راغى ، سپيره هډوکې کړپيدل  يو ناڅاپه راباندې ونښتل او له همدې سره مې يوه زوروره چيغه وکړه  او  له کټه را پرېوتم :
 ټول کوروالا رانه راتاو شول ،   د هغوى خبرې مې  نه اورېدې خو ،  له خولې مې بې اختياره  همدا  جمله را وتله  :  شکر چې رهبر نه يم .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery