دخپریدو نیټه : 2012-06-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
واده
محمدامین بسمل
سهاروختي مې دلوګر ولایت په لوري حرکت وکړ موټر مې خپل و.
سالنګ ته چې راورسېدم د خدای پاک کارونه دي هلته دا لویه لاربنده وه .
یوه نیمه ورځ وروسته له یو دردوونکي انتظاره بیا د خپل هـدف په لور وخوځېدم .
دلارې په اوږدوکې مې د ذهن په تخته دخپل نازولي دوست دواده مېـله توده توده انځوروله .
دکابل له چهار چارپېرو او ښکلو غرونو داسې تند ورواوښتم لکه غرڅه خو بیاهم سالنګ ځنډولی وم .
دسجاوندکلي ته تقریبأ سپېده چاود ور ورسېدم که ګورم کلی مې له ځمکې سره هموار و لید د یوڅو وزو او یوې غوا د رېږدېدلي حالت په لیدوسره غرېوترمرۍ ونیوم د ناوکۍ اونازولي دوست لپاره مې راوړي سوغاتونه په ځمکه وویشتل په بیړه بیړه مې له خاوروشهیدان راایستل داوسوغات دسوله ماتوپه غبرګولي میاشت کې.
داوسوغات دسوله ماتوپه غبرګولي میاشت کې