درمضان اواختردتلواوراتلوپه اړه:
دادهغي موعظې متن دئ چي د عیدګاه په موقع يې په عربي ژبه د علامه ابوالفضل محمدمعین الدین افغاني لخوا دعرضه وني اټکل سوئ دئ ، چي ليک او پښتو ژباړه يې باقي بالله فضلي کړېده .
نحمده ونصلي علي رسوله الکریم وبعد :
چشم و ګوش و ديده بند اې حق ګزين ياد کن فرمان قل للمؤمنين
خـــاطر خــــود زين و آن يکســــر بــــــرآر تا شود بر خاطرت حق آشکار
زير پاکـــــــــن دلــــبران اين جــــــــــــــهان تانمـــايد چهره آن محبوب جان
کـــــــــــاملان حَــــــي اند هم زير زميـن تــو بګوري باحيات اين چنين
سالها بايد که خونِ دل خوري تا بکوی دلستاني ره بري
کئ بآساني رهي بکشايدت صد جنون بايد که تا هوش آيدت
همين مرګست کز ياران بپوشد روئ ياران را بيکدم ميکند وقت خزان فصل بهاران را
هست قرآن مبارک از خدا طيب شجر نو نه ال و نيک بود سايه دار پر ز بر
ميوه ګر خواهي بيا زير درخت ميوه دار ګر خردمندي مجنبان بيد را بهر ثمر
ور نيايد باورت در وصف قرآن مجيد حسن آن شاهد بپرس از شاهدان يا خود نګر
وانکه نيامد پئ تحقيق ، ودر کينْ مبتلا ست آدمي هر ګز نباشد هست او بد تر ز خر
ایها الاخوة !
لقد جآءنا وقتٌ کنا نرتقب فيه شهر رمضان ، فمنا مَن يشتاقه للتشرف به و التعبد فيه ، و منا مَن يشتاقه لتحصيل الربح فيه بالبيع والشرآء ، و منّا مَن يشتاقه لأنواعِ التلعب لم تکن تتيسّر في غيره ، و مِنّا مَن کانَ ثقيلاً مجيئه عليه لعدمِ تيقّنه بادآء حقوقِه ، و مِنّا مَن کانَ ثقيلاً عليه لکسله في الطاعة والعبادة ، ومنا مَن کانَ يثقلُ عليه لتضييق فرصة المعاصي عليه ، والآن وَلّْی وَ توَلّْی ذلک الشهر المبارک ، و هکذا کل مستقبلٍ سوفَ ينتهِي ، وسوفَ ينتهي أعمارنا في الدنيا وفي البرزخ ، ويجيئُ علينا وقتٌ بعثنا مِن قبورنا و حُشِرنا الی العرَصات ، ووزن الأعمال ، والعبور علی الصراط .
لـمَنِ العيدُ ؟
ايهاالاخوة! الناس بالنسبة الی رمضان أصنافٌ مختلفة ، صنف کانَ صالحا قبلَ رمضان ، وفي رمضان وبعده داومَ علی صلاحه ، فهو في الدرجة الأعلْی ، وصنف کان قبله في معصية وانحراف ، وأصلَحَ فيه وَ أدّا حقه وبقْی عليه بعده ، فهو في الدرجة الثانية ، وصنفٌ مضْی عليه في غفلة وکسل و عدمِ اعتنآء ، ولکنه صار في هذا اليومِ نادمًا ، تآئبًا ، مستغفرًا ، فلعل الله يتقبل منه ، فهو في الدرجة الثالثة من الحسن .
فأيام العيد ، والعيد لهْؤلآء الثلاثة علی اختلاف مراتبهِم ، و صنفٌ کانَ عاصيًا قبله وفيه و دَاوَمَ عليه ، فهو في الدرجة الأعلی من الخسران ، و صنفٌ کان صالحًا قبله وعصی فيه بالافطار وغيره ، وداوَم عليه ، فهو في الدرجة الثانية . وصنف صام وقام ولکنه مَا اجتنبَ عن المحارم ولم يتب فهو في الدرجة الثالثة . وصنف صامَ و قامَ واجتنبَ ، ولکنه ما عبدَ الله بالخشوع والحضور والاخلاص ، ولم يتب ، فهو في الدرجة الرابعة . وصنف توجه الی العصيان بعدَه ، ولم يتبدل حاله برمضان وصيامه و قيامه ، فذالک علامة أن الله لم يتقبل منه ، فهو في الدرجة الخامسة .
وأيام العيد ليست لهم أيام العيد ، وليس العيدُ عيدًا لهم ، بل لهم أيام الحسرة والغم ، والرد والطرد .
وعن أبي نضرة قال : أربعٌ مَن کنّ فيه فلم يزدد بهن خيرا فذاک الذي لم يتقبل الله منه عمله ذلک :
أولها : مَن غزا ثم رجع فلم يزدد خيرًا ، فذاک آية أنه لم يتقبل الله منه .
و مَن حج فرضا فلم يزدد خيرا ، فذاک َ آية أنه لم يتقبل الله منه .
ومَن صام شهر رمضان فلم يزدد خيرا ، فذاک َ آية أنه لم يتقبل الله منه .
و َ مَن مرِضَ فعُوفِي فلم يزدد خيرا ، فذاک َ آية أنه لم تکفر عنه ذنوبه .
وذُکرَ عن وهب بن منبه (رحمه الله تعالی) قال : أمَرَ الله تعالی ابليسَ أن يأتي محمدًا (صلی الله عليه وسلم) و يجيبه عن کل ما يسأله ، فجآئه علی صورة شيخٍ وبيده عُکّاز ، فقال له مَن أنتَ ؟ قال أنا ابليس ! فقال : لماذا جئتَ ؟ قال : انّ اللهَ أمرني أن تأتيک ، وأجيبک عن کل ما تسألني . فقال النبي (صلی الله عليه وسلم) : يا ملعون ! کَم أعدآئکَ مِن أمتي ؟ قال خمسة عشر :
أولهم أنتَ . والثاني : امامٌ عادلٌ . والثالث : غنيٌ مُتواضِعٌ . والرابع تاجرٌ صادقٌ . والخامس : عالمٌ متخشِّع . والسادس : مؤمنٌ ناصحٌ . والسابع : مؤمن رحيم القلب . والثامن : تآئب ثابتٌ علی التوبة . والتاسع : متورع عن الحرام . والعاشر : مؤمن يديم علی الطهارة . والحادي عشر : مؤمن کثير الصدقة . والثاني عشر : مؤمنٌ حسنُ الخلق معَ الناس . والثالث عشر : مؤمن ينفعُ الناس . والرابع عشر : حاملُ القرآن يديم علی تلاوته . والخامس عشر : قائمٌ بالليل والناس نيامٌ .
ثم قال النبي (صلی الله عليه وسلم) : و مَن رفقآئکَ مِن أمتي ؟
قال عشرة : اولها : سلطانٌ جآئرٌ . والثاني : غني متکبر . والثالث : تاجر خائنٌ . والرابع : شارب الخمر . والخامس : القتات . والسادس : صاحب الزنا . والسابع : آکلُ مال اليتيم . والثامن . المتهاون بالصلاة . والتاسع : مانعُ الزکاة . والعاشر : الذي يطيل الأمل . فهْؤلاء أصحابي واخواني .
والسلام ومن الله التوفيق .
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړه :
د اختر ورځ او خوشحالي د چا لپاره ده ؟
محترمووروڼو!
خلګ نسبت و رمضان مبارک ته مختلف صنفونه اوقسمونه دي : يوصنف اوډله هغه ده چي تر دغي مياشتي له مخه يې هم د تقوی لار خپله کړېوه ، او په رمضان کي يې هم نيکه لار تعقيب کړې وي ، او وروسته هم پر همدغه حال باندي پاته سي ، دغه قسم خلګ په فلاح اوکامیابي کي دأعلی او لوړي مرتبې والا دي ، او يو قسم بيا هغه خلګ دي چي مخکي تر رمضان يې د ګناه او کجروي لار نيولې وي ، خو په رمضان کي د ځان اصلاح وکړي او وروسته هم پر همدغه حالت پاته سي ، دغه خلګ په دوهمه درجه کي دکامیابي قرار لري . او دريم قسم هغه خلګ دي چي د رمضان مياشت پر دوۍ باندي په غفلت ، سستي او بې پروايي کي تيره سوې وي ، خو نن داخترپه ورځ توبه ګار ، پښيمانه او د الله پاک څخه د بخښني غوښتونکئ وګرځي ، نو ښايي چي الله پاک يې توبه قبوله کړي ، دغه خلګ له دريمي درجې څخه بلل کيږي .
اختر او د اختر ورځي د همدغو درو دروجو والا لپاره دي (بنا پر اختلاف د مرتبو ددوۍ) .
او ددوۍ پر خلاف د ځينو نورو لپاره بيا دغه د اختر ورځي نه ، بلکي د أفسوس ، ارمان ، محرومي او د شړلو ورځي دي ، دوۍ هم پخپل منځ کي د بدي په اعتبار بيل بيل دي ، ځيني هغه دي چي هم تر رمضان مخکي او هم په رمضان کي په ګناهونو مبتلا وي ، او وروسته هم همداسي پاته وي ، دغه قسم خلګ خو د خسران او تاوان په أعلی مقام کي ځائ لري . او ځيني داسي خلګ دي چي مخکي صالحين وه خو په روژه کي يې نافرماني ته مخه کړه ، يا يې قصدًا روژه وخوړله او يايې نور داسي ناروا اعمال تر سره کړل ، او بې له توبې پر همدغه حال پاته سي ، دوۍ د خسران په دوهمه مرتبه کي دي . او بعضي بيا داسي دي چي روژې او د شپې له مخي عبادات يې پر ځائ کړيوي ، خو له حرامو او ناروا څخه يې پرهيز نه وي کړئ او نه يې بيا توبه کړې وي ، دوۍ د دريمي درجي والا دي په خسران اوزیان کي. او څلرم قسم هغه خلګ دي چي عبادات يې هم پر ځائ کړي وي ، او له حرامو څخه يې اجتناب هم کړئ وي ، خو د الله (جل جلاله) بندګي يې په عاجزي ، خشوع او اخلاص سره نه وي کړې ، او نه يې پر دې کار پښيماني کړې وي ، دوۍ د بدي په اعتبار په څلرمه درجه کي دي . تر دوۍ راکښته بيا هغه خلګ دي چي په عباداتو کي يې خشوع ، اخلاص او عاجزي هم مراعَت کړې وي ، خو وروسته د عصيان او د الله د نافرماني لار ونيسي ، او د رمضان په عباداتو سره يې حال بدلون ونکړي ، نو دا ددې علامه ده چي دده بندګي د الله پاک د خوښي وړ نه ده ګرځيدلې ، دوۍ د پنځمي درجي والا دي .
د همدغو خلګو لپاره دغه د خوشالي او اختر ورځي نه دي ، بلکي د غم ، پريشاني او افسوس ورځي دي .
...............................................
له حضرت أبي نضره څخه روايت دئ چي ده ويلي دي ، څلور داسي د نيکۍ کارونه دي چي کې په کولو سره د چا خير او نيکي زياته نه سوه ، نو دا ددې نښه ده چي الله پاک يې دغه عمل نه دئ قبول کړئ :
اول : چا که غزا او جهاد وکړ ، او له واپسي وروسته يې خير او نيکي ډيره نه سوه ، نو دا ددې علامه ده چي الله پاک يې دغه عمل نه دئ خوښ کړئ .
دوهم : چا که د حج فريضه ادا کړه ، او وروسته يې نيکي ډيره نه سوه ، نو الله پاک يې دغه حج نه دئ قبلول کړئ .
دريم : چا که د رمضان د مياشتي روژې ونيولې ، خو پدې سره دده نيکي اضافه نه سوه ، نو دا ددې نښانه ده چي الله پاک ته دده دغه عمل نامنظوره ؤ .
څلرم : څوک که ناروغه سو ، او له جوړتيا وروسته يې په نيکي کي زيادت نه رالئ ، نو دا ددې علامه ده چي پدغه ناروغي سره دده ګناوي نه دي رژول سوي .
..........................................
له حضرت وهب بن منبه (رحمه الله) څخه نقل دئ چي ده ويلي دي ، چي الله پاک و ابليس ملعون ته حکم وکړ ، چي و حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ته ورسي او د هغه ټولي پوښتني جواب کړي ، ابليس و رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته د يو سپين ږيري په شکل کي رالئ چي لکړه يې په لاس کي وه ، رسول الله ورته وفرمايل : څوک يې ؟
ده ورته وويل ابليس !
بيا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل : د څه لپاره رالې ؟ ده د الله پاک امر ورته بيان کړ ، نبي (صلی الله عليه وسلم) پوښتنه ورڅخه وکړه چي اې ملعونه ! زما په أمت کي ستا څو دښمنان دي ؟
ده ورته وويل چي پنځلس (۱۵) : اول دښمن زما ته يې . دوهم : عادل أمير او باچا . دريم : هغه غني او شتمن چي متواضع او خاکساره وي . څلرم : رښتيا ګويه تاجر . پنځم : هغه عالم چي د خشوع او عاجزي خاوند وي . شپږم : خيرخواه او ناصح مؤمن . شپږم : هغه مؤمن چي د نرم او مهربانه زړه خاوند وي . اتم : توبه ګار ، او پر همدغه توبه پاته مسلمان . نهم : له حرامو څخه ځان ساتونکئ . لسم : هغه مؤمن چي هميشه د طهارت او اوداسه په حال کي وي . يولسم : هغه مؤمن چي ډير خيرات او صدقه کوي . دوولسم : نيک اخلاقه مؤمن . ديارلسم : هغه مؤمن چي انسانانو ته فايده او نفع رسوي . څوارلسم : د قرآن حافظ چي پر تلاوت يې هميشه توب کوي . پنځلسم : هغه څوک چي د شپې په عبادت بوخت وي او خلګ د خوب په حال کي وي .
بيا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل چي زما په أمت کي ستا دوستان او ملګري څوک دي ؟
ده ورته وويل چي لس قسمه خلګ دي : اول : ظالم حکمران . دوهم : متکبر اولويي کونکئ مالدار او شتمن . دريم : هغه تاجر چي خيانت کوي . څلرم : د شرابو چښونکئ . پنځم : چغلي کونکئ . شپږم : زنا کار . اوم : د يتيم د مال خوړونکئ . اتم : د لمانځه په اړه سستي کونکئ . نهم : هغه څوک چي پخپل مال کي زکاة نه ادا کوي . لسم : هغه څوک چي اوږده او طويل اميدونه او آرزوګاني ساتي . دغه خلګ زما دوستان او خپلوان دي .